مارچ 06, 2021

مرکزي بغلان کې د کابل ادارې ۱۰ کارکوونکي له مجاهدینو سره یوځای شول

د بغلان ولایت، په مرکزي بغلان، نهرین، دوشي او جلګې ولسوالیو کې یو ځل بیا ۱۰ تنه له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي. د راپور له مخې دغو کسانو چې په مزدوره اداره کې یې د عسکرو، پولیسو، او اربکیانو په توګه دندې ترسره کولې د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د دعوت ارشاد کمیسیون د مسؤلینو او د سیمې د مجاهدینو په ګډه همکارۍ له مزدوري ادارې را جلا شوي دي، چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

۱: سیدرحمن ولد محمدکریم

۲: شیرآغا ولد محمدرحیم

۳: انعام الحق ولد عبدالخالق

۴: حاجی حمیدالله ولد محمدرحیم

۵: امام الدین ولد محمدعظیم

۶: دلاور ولد محمداکرم

۷: محمدصدیق ولد حاجی اميرمحمد

۸: قومندان شیرمحمد ولد دلبر

۹: محمد منصور ولد عبدالشکور

۱۰: بابه ولد محمد

دوی ټولو له جګړې او مخالفته د بیزارۍ په اعلانولو سره په تېرو اعمالو هم پښېماني ښوولې او ژمنه یې کړې ده چې تر دې وروسته د کابل رژیم سره اړیکه نه ساتي.

مجاهدینو په ښه راغلاست برسېره دوی ته امن کارډونه ورکړي او بیرته یې ازاد ژوند ته ستانه کړي دي.

‏2021‏/1‏/26

Related posts