مارچ 02, 2021

د پېښور لرغونې کلا (بالاحصار)

د پېښور لرغونې کلا (بالاحصار)

محمد سلمان قاسمي

دراني امپراتورانو به په ژمي کې پيښور او په دوبي کې کابل خپله پلازمینه ګرځوله، نو په ژمي کې به دراني شاهي کورنۍ په دې کلا کې اوسیده، تیمور شاه دراني دا کلا په بالاحصار نومولې وه، تر ډېرې مودې دغه کلا د درانیانو تر ولکې لاندې وه، (۱۹) نولسمه پیړۍ کې چې کله سکانو پر پيښور حمله وکړه، نو دغه کلا د سکانو تر واک لاندې راغله، هغوی د دې کلا نوم “سميرګړ” کېښود خو دا نوم مشهور نه شو.

دا کلا ډېره پخوانۍ ده! مغل امپراتور “ظهیر الدین محمد بابر (1483م – 1530م) هم په خپله لیکنه کې د یادې کلا یادونه کړې ده، هغه پيښور ته څېرمه د خپلو سرتیرو پړاو اچونې او د ښکار کولو ذکر کړی دی.
کله چې مغل باچا “همایون” د افغان پاچا “شيرشاه سوري (زوکړه: 1486م) څخه ماتې وخوړه، یاده کلا يې ورانه کړه؛ خو چې کله مغل پاچا “همایون” د ایران پاچا په مرسته خپل تللی تخت بیا ترلاسه کړ، نو د کابل څخه د بیرته راتللو په وخت يې پښور کې قیام وکړ او یاده کلا يې بیا جوړه کړه، او د فوځ یو لوی کنډک يې دلته مقرر کړ، د کلا مشر يې یو ازبک جنرال “سکندرخان” وټاکه چې په لومړي ځل يې دلته توپونه نصب کړل.

احمدشاه ابدالي (1722م – 1772م) چې کله له مغلو څخه پيښور ونیوه، نو د احمدشاه ابدالي دوهم زوی تمیورشاه ابدالي/دراني (1748م -1793م) پيښور خپل مرکز وګرځاو، هغه د خپلې استوګنې لپاره په دې کلا کې محلات جوړل کړل او خپل امنیتي ساتونکي يې ایراني او تاجکې سرتیري مقرر کړل، همغه و چې کله پر 1779م کال ارباب فیض الله خان په یاده کلا يرغل وکړ، نو دغو ایراني او تاجکي امنیتي سرتیرو تمیور شاه د مرګ څخه بچ کړ.

د تیمور شاه له مړنې وروسته دهغه زوی “شاه زمان” (زوکړه: 1770م) امپراتور شو، د نوموړی واکمنۍ پرمهال سکانو پر پنجاب قبضه وکړه، بیا په (1834م) کال کې يې پيښور هم ونیول، لومړی سکانو یاده کلا ونړوله خو ډېر ژر ورته د خپلې غلطۍ احساس وشو، د “هري سنګ نلو” او “سردار کړک سنګ” د کلا اهمیت ته په کتو بیا ورغوله د “مهاراجا رنجیت سنګ” د حکم په اساس “شیرسنګ” کلا له کچه خښتو جوړه کړه او د سمير ګړ نوم يې ورکړ خو په یاد نوم دومره مشهوره نه شوه لکه څومړه چې د تیمور شاه ابدالي په نومول شوي نوم ” بالاحصار” مشهوره ده، د سکانو دور یوه لوحه اوس هم د کلا په مرکزي دیوال کې لیدل کیږي.
د ټولې کلا له ځمکې څخه لوړوالی (۹۲) فوټه دی، داخلي دیوال يې (۵۰) فوټه لوړ دی، د دیوال دوه اړخیز ساحه يې (۱۵) جریبه او دننه ساحه يې (۱۰) جریبه ده، ټوله کلا له سرو خښتو څخه جوړه شوې ده، اوس پکې هم د فوځیانو کنډکونه پراته دي،
خو د خپګان ځای دا دی چې دې کلا ته نن سبا عام خلک نشي ورتلی؛ بلکې رسمي اجازې ته اړتیا لري.

Related posts