مارچ 02, 2021

د اسلامي حکومت هیئت، مقاصد او اوضاع / په تېرپسې

د اسلامي حکومت هیئت، مقاصد او اوضاع / په تېرپسې

ابوظهیر شمس

داسلامي حکومت جوړولو هدف یواځي د امنیت تأمینول ندي بلکې د امنیت راوستو ترڅنګ  نورې ځانګړتیاوې هم لري،د کومو په وجه چې دنورو حکومتونو او نظامونوڅخه ممتاز دی، لکه: د ټولو غوره او هغوکارونو سرته رسول کوم چې  بشریت لپاره د خیر او نیکمرغیو سبب ګرځي  او له هغو ټولو منکراتو مخنیوی  کول کوم چې بشریت ته د بدمرغیو اړولو سبب کېږي.

نو اسلامي حکومت چې دیوې عقیدې، مفکورې او نظریې تابع او ساتونکی دی، د ژوند په نورو شعبو کې هم د هغې د پلي کول مسؤل دی، بنأً د ټولو ادارو په نظم ونسق اوقانون جوړولو کې به د اسلامي اوعقیدې او نظریې سره تړون څرګند او برملاوي.

 په بل تعبیر داسلامي حکومت  واکمن به هغه خلک وي،کوم چې  په اسلامي دستور ایمان اوباور لري او  کوم چې داسلامي سیاسي مفکورې سره  اتفاق لري، هغه خلک چې اسلامي  دستور نه مني او یا داسلام د  سیاسي مفکورې سره اتفاق نلري هغوی ته به د اسلامي حکومت د نظم ونسق په چوکاټ کې ونډه  نه ورکول کېږي او نه به ورته حکومتي مناصب ورکول کېږي.

داسلامي حکومتولۍ بڼه او ماهیت:

یوه اهمه او د پام وړ مسئله  داسلامي حکومتوالۍ د ماهیت او نوعیت ده، چې  په اړه یې دا پوښتنه کېږي چې ایا د ماهیت له پلوه اسلامي حکومتوالې د منځنیو پیړیو له  مسیحي حکومتونو[ پاپائیت/ تیوکراسې] سره مماثلثت لري؟ ماهیت یې ټولواک( کلیت پسندانه) که شورایې و جمهوري؟ایا  د شاهي و موروثي پاچاهېو نظریه د اسلامي سیاسي نظریې سره مطابقت لري؟ همدا راز په نویو مغربي مصطلحاتوکې  هغه  کومه یوه اصطلاح ده چې  پرې د اسلام  سیاسي نظریه  په پوره ډول منطبق کیدای شي؟یعنې داسلامي حکومت ماهیت او د هغه سیاسي اوضاع په نویو مغربي  اصطلاحاتو کې هم تشریح کیدای شي کنه؟

ښکاره ده چې  اسلامي حکومت یا سیاست د نړۍ په معاصرو ریاستونو او حکومتونو کې یو جلا او منفرد نوعیت لري، چې نوي مغربي سیاسي اصطلاحات یې  دځانګړي نوعیت او ماهیت د پوره ترجمانۍ څخه قاصردي بلکې د هغو  د استعمال او داطلاق په باره کې د موجوده فکري  انتشار یوه لویه وجه هم داده چې کوم مسلمانان او نا مسلمانان غواړي  چې داسلام سیاسي نظریه او حکومتي نظام په نویو مغربي مصطلحاتو کې د وړاندې کولو یا بیانولوکوښښ وکړي هغوی  اصلاً داسلامي ټولنې مسائلو اوستونزو ته یواځي د مغربي تاریخي تجرباتو د زوایې څخه دکتنې کوښښ کړي، حال داچې  نوي مغربي اصطلاحات لکه: جمهوریت، اشتراکیت، پاپائیت اوپارلیماني نظام ټول  یو خاص دیني،تاریخي، کلتوري  او سیاسي شالید لري او  هریو د بل نه جلا، جلا مفاهیم لري په بل تعبیر هر یویې دیوې مطلقې او غیرمتّبدل معنی لرونکی دی، نو د هغو تراشل شویو سیاسي عنوانو نو او اندونو انطباق په اسلامي سیاست او حکومت کول مناسب ندي مثلاً: د جمهوریت اصطلاح چې نن سبا  تر ډیره په هم هغه اصلي معنی کې استعمالیږي، کومه چې د فرانسوي انقلاب زیږنده ده، یعنې د ټولو ښاریانو ترمنځ د عمراني او اقتصادي مساوات اصول او د ټولو بالغانو (وګړو) دیوې، یوې رایې په بنا د غوره کړای  شویو استازو په زریعه حکومت تشکیلول او د دې اصطلاح پراخ مفهوم دادی چې عامو وګړي په ټولو اجتماعي معاملاتو کې داکثریت اصل ته په کتو د قانون جوړولوپه برخه کې لامحدود واک لري او ښکاره ده چې  د عامو وګړو پوره رضایت په هغه حالت کې شونی دی کله چې  هغوی د ټولو خارجي بندیزونو اوقیوداتوڅخه  ازاد وګرځول شي او هغوی(عام وګړي) دومره فایق اوبرتروګڼل شي چې د ځان پرته بل هیچا ته ځواب ویونکي نه وي، نو د مغربي جمهوریت مفکوره چې له آراه مغرب وړاندې کړې ده، که هغه له دې پلوه چې «داسلام په نزد هم ټول انسانان دعمراني اعتبار له پلوه یودي  او  د ټولولپاره  د ودې  وارتقاء کولو فرصتونه یوشان اوبرابر دي» مماثل بریښي، خو له دې پلوه داسلامي نظریې سره یو مخ متضاد ښکاري  چې« اسلام په مسلمانانو باندې  دا لازمه کړېده چې هغوی ټو ل به   خپلې فیصلې د هغه الهي قانون تابع ګرځوي کوم چې عظیم الشان قرآن کې  شته دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه باندې دعمل کولو نمونه وړاندې کړې ده،همدا وجه ده چې  دامت لخوا د قانون په جوړولو بندیز لګول شوی دی او ورته په کتو سره دعامو وګړو اراده  برترې نلري، کومه چې  د مغربي جمهوریت لاینفک جزده،په همدې وجه داسلام په سیاسي نظریه باندې د مغربي جمهوریت د اصطلاح اثباتاً  یا نفیاً اطلاق کول ابهام پیدا کوي

 ورته حال دتیا کراسې(پاپایيت)هم دی  ارواښادډاکټر محمد حمید الله رح لیکلي دي چې داسلامي حکومت څرنګوالی یا نوعیت په منځنیو پیړیو کې اروپا کې ارمنځته شویو حکومتونوپه څیر ندی، یعنې د تیاکراسې نه مراد که هغه جکومت شي کوم چې په منځنیو پیړیو کې اروپا کې رامنځته شوی و، چې دواک ټولې  واګې به د پاپانوپه لاسو نو کې وې، هر چې اسلام دی هغه کې دغسې حکومت ځای نلري وجه یې داده چې اسلام کې دپاپانو د نظام پشان کوم نظام شتون نلري او نه کومه داسې اداره شته ده چې هغه دمسیحي کلیسا سره مترادف وګڼل شي.

 په اسلام کې هربالغ مسلمان حق لري، چې هغه هره دیني دنده سرته  ورسوي، هیڅ فرد یا ډله دا دعوه نشي کولی چې هغه د دیني وظایفو په سرته رسولو کې کوم خاص تقدس  یا اجاره دارې لري، په نو دې وجه په اسلامي ماحول کې دتیاکراسۍ (پاپایت) اصطلاح یومخ بې معنی ده،  البته د اسلامي حکومت په مفهوم کې الهي حکومت ضروري دی دکوم  دټولو قوانینو سرچینه چې الهي وحې ده.

غرض داچې د اسلام په سیاسي افکارو اوادراتو باندې دغیر اسلامي مغربي اصطلاحاتو اطلاق کول لویه تیروتنه او اشتباه ده، زکه داسلام سیاسي نظریه  خپل خاص مفاههم لري، کوم چې بل ځای نه مندل کېږي او تشریح و تعبیر یې هم یواځي داسلامي اصولو او افکارو دننه او داسلامي اصطلاحاتو سره موافق  کیدای شي.

 دعلامه محمد اسد په تعبیر: اسلامي حکومت دیوې عمراني لوظنامي په زریعه منځته راځي، کوم چې به د الله تعالی دحاکمیت لاندې واکمنۍ یا اقتدار لپاره امین وکفیل وي او هیڅ یوه ډله او یاکورنۍ هم پکې تخصیص نلري، د حقوقو او فرایضو سرته ر سولو له پلوه  ټول ښاریان سره برابردي  او هم پخپله واکمن له حقوقي پلوه دامتپه نورو افرادو هیڅ کوم تفوق اوبرتري نلري  حاصل داشو چې اسلامي واکمنې دخپلو فکري ځانګړتیاوو او امتیازاتو له پلوه هم  ملوکیت،سلطنت اوپاپاییت  ګڼل کېدای نشي، بلکې د دوی ټولو ترمنځ  یوه منځلاره ده.

دعلماوو په نظر:د اسلام سیاسي نظام څنګ چې د ملوکیت، شهنشاهیت، مطلق العنانیت او استبداد کلک مخالف دی بعینه د مغربي جمهوري مخالف هم دی اسلام د  ټولو نظامونو دننه دشته   مفاسدو اوخرابیو نه پاک او د یو معتدل طرزالعمل داعي یا علمبردار دی، په دې وجه اسلامي هیوادونوته د مغربي سیاسي افکارو او نظریاتو راوړل او  دخورولوهڅې یې داسلام په سیاسي اصولو او اندونو، سیاسي او اجتماعي نظام باندې یې  د بریدونو کولو سره مترادف دي.

داسلامي حاکمیت اوضاع:

پوښته: داسلامي حکومت وضع و هیئت به څه ډول ي؟یعنې دهغه ترکیبي  غړي«اجرائیه،مقننه او قضائیه»په خاصه توګه داجرائیه او مقننې  دتشکیل کړنلاره به  څه ډول وي؟ایا پکې درسول الله صلی الله علیه وسلم د مثالي اسلامي حکومت او د راشده خلافت د سیاسي اوضاع پیروې یا تقلید کول ضروري دی؟  یا داچې اسلام په دې باره کې  په اساسي تجویزونو وړاندې کولوباندې اکتفا کړې ده دکومو په لحاظولو سره چې د هردورې  دغوښتنو او اړتیاوو سره سم داسلامي حکومت د  تشکیل هیئت  تعین کیدای شي، حکومتي قالب او اداري چوکاټونه یې رامنځته کیدای شي؟

 په دې بارې کې د علامه محمد اسد رایه داده چې اسلام موږ د ټولو تفصیلاتو سره سم د حکومت تشکیلولو  په برخه کې موږ د کوم ځانکړي صورت یامنهج په منلو نه یو مجبورکړي یو، اسلام یواځي دحکومیت دڅرنګوالي سره دلچسپي لري که حکومت په اسلامي نظریه باندې باور ولري او اسلامي قوانین نافذوي، نوپخپلمنځي مشورې سره او د هغو مقاصدو  سره سم وړاندې یادل شول  حکومت چې هر هیئت او وضع و لري هغه به داسلام سره متصادم نه ګڼل کېږي، زکه چې مسلمان دشریعت مزاج اومقاصدوته په کتو سره  دهر دور اجتماعي اوسیاسي اړتیاووته په پام لرلو سره دوخت حکومت هر هیئت (وحداني،مرکزي اونور…)غوره کولی شي  البته دحکومتي سیستم لپاره د خاص نظام او هیئت غوره کولو یاټاکلو  پر مهال به یواځي د نقالۍ( دمعاصرو نظامونو او صورتونو)  نه د ځان ژغورلو لپاره  د واقعیبینانه تخلیقي رویې غوره کول پکاروي.

علامه محمد اسد دا نظریه پرځای نه مني چې  ګواکې اسلام د  حکومت  د تشکیل لپاره کوم خاص هیئت اومعین منهج اوهم  دنورو حکومتي ادارو لپاره کوم ځانګړی شکل یا قالب ټاکلی دی اوپه دې لړکې یواځي دراشده خلافت  د تاریخ نظایر  دوروستنو لپاره واجب التقلید دي، داسد په رایه داسلامي حکومت دظاهري اشکالُ او وظایفو لپاره دا ضروري نده چې خامخابه هغه دکومې تاریخې نمونې سره موافق وي

په دې اړه نور تفصیل بیا

Related posts