مارچ 05, 2021

مجاهد ته دوه خوږې او دوه ترخې

مجاهد ته دوه خوږې او دوه ترخې

لیکنه: ثناءالله”معصوم“

که شاعري خیال ته واوړم د تهمت د غشي ښکار نشم، خو ته باور وکړه په سهار کې دې د پیرې له خوبولو سترګو د مینې او اُلفت هغه چینې را خوټیږي چې تقدس ته یې زم زم سلامي کا.
د مخ په غوټۍ دې د جهاد د ستړیا نازکه خوله له هغه شبنم څخه ډیر پورته ده کله چې د شپې د ګل په لمن پرېوتلی وي..!
د تورو مشکیڼیو څڼو ټال دې په سپوږمۍ مخ لکه تیز وورۀ کله تیارۀ او کله رڼا خوره کړي.

اې د یوسف د کلي شهزاده..!

ته پوهیږې..!
چې څومره زړونه له سېنو درپسې مات دي..؟!
اې ته پوهیږې د څومره زړونو تکیه یې.!؟
ته په دې خبر یې؛ چې د ډیرو مظلومو اخري هیله او وسیله یې؟

اې زما د شعر کړۍ..!
اې زما د غزل توریه..!

مونږ په تا ودان او اباد یو.

دا کومه خیالي دنیا نه ده ، او نه کومه ورکه معما ده ؛ دا حقیقت لکه روښانه لمر د صبا په غېږ کې د دنګو غرو په څوکه څرک دی.

اې زما د زړه دنیا..!

ستا اوجود څومره مهم ده، ولې باید ته تر ډیره راته ژوندی یې..؟
دا او داسې نورې د زړه پټې پوښتنې که د ادیبانو د قلم او کاغذ انصاف ته پرېږدم؛ ممکن هغوی یې د لیلا او مجنون تر عواقبو هم وا ړوي.

هوکې! ته باید په دې هم پوی شې، چې دا فلسفه ستا په ظاهري حسن او ستا د خد او خال په صفتو نه ده بنا؛
ډیر ښایستونه او ډیرې ښکلاوې د ښکلاوو خالق د ځمکې سر ته رالیږلي خو هغوی ځکه تاته مات دي، چې ته تر ښکلا هم ښکلی یې؛ ته په داسې نور منور یې چې رڼا یې د عرش تر سیوري رسیدونکې ده.

اې د ښایستونو نړۍ ..!

ته لږ تم شه، دوه قیصې له نازه ورسته دوه قیصې په زغم یې واوره.
داسې ډیر غښتلي خلک داسې ډیر په تنو پاک ول، هغوی څو چنده تکړه ول، هغوی څو چنده هوښیار ول،
داسې راغلل داسې لاړل ، لا چې تللي او لا تللي،
نه یې یاد شته نه یې څلي، په ارواوو یې لعنت شه دلته خلک دي ترې ستړي.

هغوی هم یو وخت ښاغلي
د دې قام د سر سړي وو
دلته خلکو مچول به
په لاسو او په تندیو
دوی هم یو چا ستایل به
لکه زه چې اوس تا ستایم

اې…!!
لکه اوس چې په ګودر کې
ستا له نوم سره زنګیږي
ددې کلي واړه نجونې
یو وخت دوی ته سلامي کړه

هغوی لاړل په بل خوا شول
هغوی لاړل د بل چا شول

اې د ښکلو میره..!!

ته که غواړې خپل تقدس او معصومیت دې د دې مظلومو زړونو په حجرو کې وساتې، که غواړې تل د دې ملت د سترګو یخ والی شې، که غواړې چې د تل لپاره د دې ولسونو ارمانونه او هیلې کومې چې ورستی سنګر یې ته یې، وساتې، نو خپل ټول حدود دې وپېژنه،
د دوی د قربانیو قدر وکړه، د دوی مینه په مجبوریت او احتیاج مه تعبیروه، دوی مظلوم دي خو مظلوم او خوار یې مه ګڼه.
ته که د یا قربان د ټپو سر یې، ته که د ملالیو د خمار اوربل عزت یې، ته که د حیادارو فریشتو د سر شال یې، دا خپل کمال مه ګڼه او دا هم له خپل درانه فکره وباسه که چیرته زه نه وای دا ولس او دا وطن به نه وو، ریښتیا هم که ته نه وای مونږ به نه وو خو دا ومنه چې نجات ورکونکی عزت ورکونکی بل ذات دی خو ته یې شکریه ادا کړه چې ته یې ددې مظلوم ولس د نجات سبب وګرځولې.

اې د مینې د ټپو ښایسته..!!
ته که اوس څومره نازولی یې، ته هر چاته د زړه دنیا او سکون یې دا ځکه چې ستا داعیه ډیره سپیڅلې ده، ستا چیغه ځکه ټول بدرګه کوو چې توره دې د حق په نامه چلیږي ته مو ځکه په پیري منلی یې چې لمن دې د تور داغ له خیرو راته پاکه ښکاري.

خدای مکړه، خدای مکړه، خدای مکړه
که ته له خپلې حقې داعیې تیر شوې، تا د جهاد ارمانونه خرڅ کړل، تا د شهیدانو وینې وپلورلې، تا د یتیمانو آهونه د دنیا په عیش او عشرت هیر کړل، تا د خپل شهید ملګري ارمان د ژوند په رنګېنیو بدل کړ، تا د دې زوریدلي ولس ارمانونه له خارور سره خاورې کړل ، تاریخ به دې بیا په خپل زرین کتاب کې د وخت د ستر غدار په نوم ثبت کړي، تاریخ د هیچا پرواګیر نه ده.
ګوره کوم غلط حرکت ونکړې، ګوره له لارې بل طرف ته پل کښېنږدې او ګوره دتا په خطا سره به د امت په سپینه لمنه ډیر لوی داغ جوړ شي.
او بیا به دتل لپاره لکه هغه تیر شوي غداران ټول ملت ته د تل لپاره شرمنده او ذلیل یې.

زما د سوي دردیدلي زړه سکونه..!!
پام چې خطا نه شې
پام.! پام.! پام.!

پای.

Related posts