
غزل: ثناءالله ”معصوم“
دا اسویلي مې چې له خولې نه، خوږه یاره وځي
لکه په مات وزر مرغه چې له یو ښاره وځي
د غم شپیلۍ ځکه شپونکی غریب له زړه نه وهي
د خیال دنیا یې اوس د سترګو له دَیاره وځي
د یو زړګي په زړه مې شل رنګه غمونه پراته
دومره راغلي دي چې اوس رانه له شماره وځي
خود به یې اوښکې د بیلتون له بلا وڅڅیږي
چې په ورستي دیدن ملګري ته له غاړه وځي
چې یو طالب د مدرسې له غیږې کډه اخلي
د ژړا غږ یې لکه غشی له فرهاره وځي
د خپل شهید اڼډوال پاتې نا تمام کتاب ته
تنکی فاضل د سلګکیو له اختیاره وځي
په ګلابي مخ یې د سپینو جلؤو ځل وینمه
لکه د نور چینه یې مخ کې له رخساره وځي
د معصوم لیک لکه د غره د غیږ ټپه لالیه
د انعکاس چیغه بې قصده له کناره وځي