مارچ 02, 2021

د شیخ الحدیث مولوي معین الدین ابوالفضل رحمه الله د وفات په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام

د شیخ الحدیث مولوي معین الدین ابوالفضل رحمه الله د وفات په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام

په ډیره خواشیني سره خبر شولو چې د هیواد مشهور دیني عالم د زابل ولایت اوسیدونکی علمي شخصیت شیخ الحدیث والتفسیر مولوي معین الدین ابوالفضل صاحب د ورپيښې ناروغي له امله د ۷۵ کالو په عمر وفات شو، انالله واناالیه راجعون.
مرحوم شیخ الحدیث مولوي معین الدین ابوالفضل صاحب د هیواد په کچه مشهور او منلی دیني عالم، مدرس، واعظ او مبلغ وو. د اسلامي‌امارت په واکمني کي د کندهار په مختلفو مدارسو کې د مدرس په توګه پاته شوی او د سلګونو طالب العلمانو او مجاهدینو استاد وو. شیخ صاحب مرحوم په علمي سلسله کې ګڼ شمیر کتابونه لیکلي او نه ستړي کیدونکي خدمات یې ترسره کړي او په دې لار کې یې سلګونه شاګردان روزلي دي.
د افغانستان اسلامي‌امارت د مرحوم شیخ صاحب د وفات له امله د نوموړي علمي‌کورنۍ، قریبانو او شاګردانو ته د تسلیت مراتب وړاندي کوي، له الله تعالی څخه نوموړي ته جنت الفردوس او قریبانو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.متعال څښتن دي د شیخ صاحب مرحوم ټول علمي او جهادي‌خدمتونه قبول او منظور کړي.
د افغانستان اسلامي‌امارت
۱۴۴۲/۷/۶هـ ق
۱۳۹۹/۱۱/۳۰هـ ش ــ 2021/2/18م

Related posts