
غزل: چنار ټکور
ستړی نه یمه؛ خمار سیوري ته ناست یم
انقلابه! بس تیار سیـــوري ته ناست یم.
څه په مینه؛ د ګودر په ړنګه غــــــاړه
بختور یم؛ د چنار ســــیوري ته ناست یم.
څو ګيلې خو را سره دي؛ لکه اوښکې
وخت وهلی یم؛ بیمار سیوري ته ناست یم.
فریادونه او غـــــــــمونه پنډې ـ پنډې
دژوندون په ستړې لار سیوري ته ناست یم.
عشقه؛ اوس خو به دې هېله وي ترسره
د سرونو د مینار ســـــیوري ته ناست یم.
د منصور په قدمونو مې پښې ایښې
لاس تړلی اوس؛ ددار سیوري ته ناست یم.
خدازده؛ مړ او که ژوندی به وې جانــانه
خو”ټکور” دي انتظار سیوري ته ناست یم.!