مارچ 05, 2021

د اشغال دوام؛ د ټولو په زیان!

د اشغال دوام؛ د ټولو په زیان!

د ورځي خبره:

داسلامي امارت او امریکا تر منځ د دوحې په تړون کې موافقه شوې چې د ۲۰۲۱ کال تر مئ به ټول یرغلګر عسکر، قراردادیان او غیر ډیپلوماټیک پرسونل زموږ له ګران هیواد څخه وځي او اسلامي امارت به چاه ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دامریکا او متحدینو پر ضد یې وکاروي. اوس ځینې امریکایي چارواکي او د ناټو یو شمېر غړي تور لګوي چې اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمنتیا نه ده ښودلې، په وینا یې تر څو چې اسلامي امارت د دوحې تړون کې ترسره کړې وعدې پوره کړې نه وي، بهرني ( دامریکا- ناټو)عسکر دې له افغانستانه نه را ایستل کیږي.
کیدای شي دامریکا- ناټو همدې معترضو چارواکو د اسلامي امارت او امریکا تر منځ شوی تړون له سره لوستلی نه وي، یا یې لوستلی وي، خو له فهم څخه یې عاجز وي او یا په تجاهل عارفانه سره همدغه ډول بې مسؤولیته څرګندونې ترسره کوي او تورونه پوري کوي. که د همدې تورونو لامل هر څه وي په افغانستان کې د امریکا، ناټو او هر بهرني هیواد پوځیان خپلو اهدافو ته نه شي رسیدلی، له تاریخي بېلګو به تېر شو، تېر نولس کلونه د امریکا، ناټو او متحدینو یو نیم لک مسلح عسکر دلته وو، کومه سوبه یې ترلاسه کړه؟!
یرغلګرو د مجاهدینو پر ضد خپل ټول زور، وحشت، پروپاګند، ټولنیز او مذهبي فشار او…. وکارول، خو نه داچې دافغان ولس یرغل ضد جهاد ته یې تاوان ونه کړ، بلکې ورځ تربلې د دین او هیواد د ساتنې سنګرونه لا ګرم شول او د یرغلګرو او ګواګي رژیم له وحشت او فساد څخه یې د هیواد زیاته برخه پاکه کړه.
موږ د خپلو دیني ارزښتونو، هیواد او ګټو له ساتنې ستړي شوي نه یو،لکه تېر شل کاله چې مو دخپلو عالي اهدافو او ګټو لپاره مبارزه کړې، پراخې سرښندنې مو وړاندې کړې او دخپلو موخو دترلاسه کولو په لار کې مو د قربانیو نړیوال ریکاډ جوړ کړی،راتلونکي کې هم قربانیو ته چمتو یو، خپلو اهدافو ته ژمن یو او که دې لاره کې هر ډول خنډونه رامنځته کیږي د خدای جل جلاله په مرسته به یې له مخه لیرې کوو!.
اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی او تر اوسه یې د همدې تړون له کومې مادې سرغړونه، نه ده ترسره کړې، نو بناء زموږ له سوله ییز دریځه باید ناوړه استفاده ونه شي، واقعیتونه ومنل شي، له تېر څخه سبق واخیستل شي، نور د جګړې پر اور تېل ونه پاشل شي او د اشغال غځولو پلمې ونه لټول شي.د دوحې د تړون عملي کول هم دامریکا او ناټو په ګټه دی او هم د افغانستان، نو مقابل جهت هغه ناکامې تجربې باید تکرار نه کړي چې تېر جګړییز حالت ته مو ستنوي،ځکه یو خو داچې داحتمالي جګړې او هر ډول بشري ناورین مسؤلیت به دامریکا په غاړه وي او بل داچې بیرته به « د دوحې له تړون پرته» د همدې جنګي حالته د راوتلو بله لاره هم نه وي.

Related posts