جون 15, 2021

دایکندي : ګیزاب کې دعملیاتي قوې ۸ تنه ګوډاګیان قتل وسلې اومهمات یې نیول شوی

تېره شپه د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ اړوند د سترمي سیمه کې د ګوډاګۍ ادارې مزدور عسکر او پولیس د عملیاتو په موخه پلی را ووتل چې د مجاهدینو د سخت غبرګون سره مخ شول او جګړه ورسره ونښته
په نښته کې ۸ تنه عسکر او پولیس یې ځای په ځای ووژل شول، ګڼ نور ژوبل شول، او پاتې یې بېرته له سیمې څخه په تېښته ولاړل، د وژل شویو عسکرو جسدونه یې اوس هم په سیمه کې پاتې دي.
۵ میله کلاشینکوفونه، یو عدد د ورځي دور بین، او ګڼ نور میده مهمات یې د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي.
مجاهدینو ته لله الحمدهيڅ زیان نه دی اوښتی
2021/2/18

Related posts