
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، يو بندي (هجرت الله د خيرمحمد زوی د حاجي اميرجان لمسى) د جوزجان ولایت مرکز اصلي اوسيدونکى چې له ډيرې مودې راهيسې په په زندان کې په ناروغۍ اخته و، د نه تداوي له امله يې ناروغي په صعب العلاج مرض واوښته او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.
د کابل ادارې د زندان چارواکو يې نه پخپله سمه معالجه وکړه او نه يې هم خپلوانوته اجازه ورکوله، ترڅو يې لازم ځای ته د معالجې لپاره انتقال کړي، چې بالآخره د یاد بندي په شهادت منتج شوه. انالله واناالیه راجعون
اسلامي امارت د دغه بندي په اړه د کابل ادارې د چارواکو بې غوري غندي، د شهید لپاره له الله تعالی څخه جنة الفردوس غواړي، کورنۍ، خپلوانو او متعلقینو ته يې د جميل صبر او جزيل اجر غوښتنه کوي.
د تېر په څېر يو ځل بیا په نړیوالو بشرپالو ادارو او حقوقي نهادونو غږ کوو چې د کابل ادارې په زندانونو کې له بندیانو سره په مکرر ډول بې غوري، ظلم او زیاتی د زغملو نه دی او باید مخه يې ونیول شي.
ټول بشري او حقوقي نهادونه باید په دې اړه خپل مسئولیت ادا کړي، ترڅو د کابل ادارې په زندانونو کې د ناروغو بندیانو د معالجې لپاره لازم اقدامات ترسره او تدابیر ونیول شي.
د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمېسیون
۶/۷/۱۴۴۲هــ ق
۳۰/۱۱/۱۳۹۹هـ ش ــ 2021/2/18م