مارچ 05, 2021

بلخ: کشندۍ ولسوالۍ کې د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم په اړه پرتمینه غونډه ترسره شوه

بلخ: کشندۍ ولسوالۍ کې د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم په اړه پرتمینه غونډه ترسره شوه

د بلخ د کشندۍ ولسوالۍ اړوند کشندۍ علیا سیمه ددیني مدارسو او لیسو د زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم اړوند تقریري ازموینه اوسیالۍ ترسره شوه.

دغه تقریري سیالۍ د یادې ولسوالۍ مربوط د ۵ بابه دینی مدارسو او ۵ بابه لیسو د زده کوونکو  ترمنځ جوړه شوې وه.

په دې شانداره محفل او ازموینه کې سلګونه شاګردانو ګډون کړی وو، د دغه ولایت د پوهنې مسئولینو علمي او جهادي ویناوې وکړې، استادان  اوشاګردان یي خپلو دیني او اسلامي مسئولیتونو  او مکلفیتونو ته متوجه کړل.

له ګڼو شاګردانو څخه د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم په موضوع کې په تقریري بڼه د اخیستل شوې ازموینې نتیجه اعلان شوه او ممتازو شاګردانو ته د تعلیم او تربیي د مسئولینو لخوا ځانګړې جایزې ورکړل شوې.

۲۰۲۱/۲/۱۱

 

Related posts