مارچ 02, 2021

بغلان: د پوهنې کمېسيون مديريت د دهنه غوري ولسوالۍ د مکاتبو له مسئولينو سره ليدنه وکړه

بغلان: د پوهنې کمېسيون مديريت د دهنه غوري ولسوالۍ د مکاتبو له مسئولينو سره ليدنه وکړه

د تعليم او تربيې او عالي تحصیلاتو کمېسيون مديريت بغلان دهنه غوري ولسوالۍ کې د مکاتبو له مديرانو، سرښوونکو او د عصري زده کړو له استادانو سره غونډه تر سره کړه، غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه.

په غونډه کې د راتلونکي ۱۴۰۰ هجري شمسي کال د تعيلمي بهير د پيل او نورو مسائلو اړوند خبرې وشوې، غونډه کې ټينګار وشو چې د ښوونځیو نصاب او طرز العمل دې د افغانستان اسلامي امارت د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو د کمېسيون له نصاب او طرز العمل سره برابر وي او د طرز العمل په هکله هم مهمې خبرې خبرې وشوې.

په غونډه کې همدا راز وويل شول، چې راتلونکي امتحانات بايد په شفافه توګه تر سره شي، هر آمر او سر معلم مکلف دی خپل کلنی پلان د راتلونکي ۱۴۰۰ هجري شمسي کال لپاره ولري، هر ښوونکی بايد درسي پلان ولري او په غونډه کې د درسي پلان پر اهميت رڼا واچول شوه.

راپور زیاتوي چې د دهنه غوري د مکاتبو مديرانو د يادې ولسوالۍ د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو د کمېسيون له کارکردګيو خوښي څرګنده کړه، بلخوا د دهنه غوري ولسوالۍ د تعلیم او تربیې مسئول د ښوونځيو مديرانو، سرښوونکو او نورو ادارو ته وويل، چې باید په ټولنه کې د تعليم او تربيې اهميت په ښايسته توګه درک کړي، کوم مسئوليتونه چې ورکړل شوي باید پر وخت سر ته ورسول شي، تر څو د اسلامي امت نوی نسل په احسنه طريقه په اسلامي مفکوره او نظریه تربيه او وروزل شي.

دا شانداره غونډه د يو تن قاري صاحب په دعاء چې غونډې ته يې تشريف راوړی و، پای ته ورسېده.
۲۰۲۱/۲/۱۹

Related posts