مارچ 05, 2021

که تړون مات شي؟

که تړون مات شي؟

عنایت الله خاموش
د افغان معضلې د حل، په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې د ختمېدا، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو او په افغانستان کې د یوه قوي نظام د رامنځته کېدا په موخه د دوحې تړون لاسلیک، نه یوازې دا چې افغانانو ته ارزښت لري؛ بلکې د امریکا د متحده ایالاتو، د هغوی د نورو شریکانو او همدارنګه د ټولې نړۍ په ګټه دی. ځکه؛ په افغانستان کې جګړې او د امریکايي و ناټو ځواکونو له لورې د افغان خاورې اشغال، په افغانستان سربېره د نړۍ نور هیوادونه هم زیانمن کړل. یوازې په دې توپير چې افغانانانو او امریکايي و ناټو ځواکونو پکې زیات زیان ولید.
دغه تړون چې د روان(۱۳۹۹) کال د کب په لسمه نېټه لاسلیک شو؛ په دغه ترڅ کې يې متحده ایالتونو ژمنه کړي چې د متحده ایالتونو، متحدینو او ائتلافي شریکانو ټول نظامي ځواکونه، ټول غیر ډيپلوماتیک ملکي پرسونل، شخصي امنیتي قراردادیانو، روزونکو، مشاورینو او د حمایوي خدماتو پرسونونل به، د توافقنامې له اعلان سره سم په ١٤ مياشتو کې له افغانستان څخه باسي. د افغانستان په چارو کې به مداخله نه کوي، د تړون له لاسلیک وروسته به په لومړیو لسو ورځو کې بین الافغاني مذاکراتو ته د لار پرانیستنې په موخه ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي کېږي، په لومړیو ۳ میاشتو کې به د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راټيټېږي او په همغه اندازه د ناټو ځواکونو شمېر هم، د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د طالب مشرانو نومونه به لري کوي او هم به د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او سياسي خپلواکۍ په ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او د دغه ۱۴ میاشتو په جریان کې به په ملکي تأسیساتو او د طالبانو په مرکزونو بریدونه نه کوي. خو لکه څنګه چې ژمنه شوې وه، د امریکا متحده ایالتونو همغسې عمل نه دی په کړی. څو ځله يې په ملکي تأسیساتو او طالب ځواکونو له سبب پرته هوايي حملې کړي، پر وخت يې د بندیانو د خوشي کولو اقدام ونه کړ، د نظامي او غیر نظامي چارواکو له لوري يې اوس هم هغه ژبه کارول کېږي کومه چې د جګړې پر مهال کارېده، ځينې وګړي يې اوس هم د دې لپاره چې شوې هوکړه زیانمنه کړي د کابل ادارې ملاتړ کوي،کله نا کله د امریکا د متحده ایالتونو اړونده ادارې باور له منځه وړونکي او له حقیقت څخه لرې راپورونه خپروي او… .
په دې تړون کې اسلامي امارت هم يو شمېر ژمنې کړي چې تر اوسه يې په ټوله اییزه توګه پرې عمل کړی او د امریکا او متحدینو هغه وېره يې ختمه کړه چې دوی فکر کاوه که له افغانستان څخه ووزي او د افغان خاورې اشغال پای ته ورسوي، د افغانستان له خاورې څخه به د دوی په ضد استفاده وشي او د دوی امنیت ته به ګواښ پېښ کړي. ځکه په یاد تړون کې اسلامي امارت ژمنه کړې چې هیڅ هغه ډلې او فرد ته به اجازه ورنه کړي ترڅو د امریکا متحده ایالتو او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ پېښ کړي او همدارنګه په افغانستان کې به د هغه تحرکاتو مخه نیسي او ملاتړ به يې نه کېږي چې د امریکا متحده ایالتو او د هغوی متحدینو ته ګواښ پېښوي. اوس دا دی د تړون کال په پوره کېدا دی؛ اسلامي امارت په هغه ژمنو چې په تړون کې يې کړې وې، په پوره توګه عمل کړی. اوسهمال په افغانستان کې هیڅ داسې ډله یا فرد نه لیدل کېږي چې د امریکا متحده ایالتو او د هغوی متحدینو ته د احتمالي ګواښ وېره ترې احساسېږي. هغه نړیوال اتباع چې د امریکا متحده ایالتو او متحدینو يې وېره ورڅخه درلوده، هغه مهال لا له افغانستان څخه وتلي کله چې په افغانستان باندې حمله کېده. ځکه تر اوسه هیڅ داسې شواهد نشته چې له افغان خاورې څخه د نړیوال امنیت د ګواښلو په موخه استفاده شوي وي او له ۲۰۰۱ کال وروسته په نړۍ او سیمه کې شوې حملې دې له افغانستان څخه رهبري شوي او یا دې په افغانستان کې طرح شوي وي. هغه وېره چې اوس مهال يې ملګري ملتونه یا د نړۍ ځينې نور هیوادونه څرګندوي او ادعا کوي چې په افغانستان کې اوس هم هغه بهرني جنګیالي اوسي چې د امریکا د متحده ایالتو او متحدینو امنیت ته يې ګواښ پېښوي؛ یا خو په وړاندوینو تمرکز شوی او یا هم د کابل ادارې په زهر جنو تبلیغاتو باور شوی. ځکه اسلامي امارت پخوا هم ویل او اوس هم وايي چې د امریکا متحده ایالات او متحدین دي يې په افغانستان کې د هغه جنګیالیو له شتون څخه نه وېريږي چې دوی ته ګواښ پېښوي. که چېرته اسلامي امارت داسې څه لیدلای چې د امریکا متحده ایالتو او د هغوی متحدینو ته ګواښ پېښوي، په تړون کې په اړونده مادو به يې دومره په ډاډه زړه توافق نه کاوه او… .
پورته متن ته په پام سره باید ووایو چې د کب د ۱۰مې تړون نه یوازې دا چې د افغانستان په ګټه دی؛ بلکې د امریکا د متحده ایالتونو، د هغوی د متحدینو او د سیمې هیوادونو لپاره هم ارزښت لري. ځکه؛ که افغانستان کې سوله راځي، د ښېرازۍ لور ته ځي، د کانونو استخراج ته مخه کوي، د نړۍ هیوادونو ته په افغانستان کې د پانګونې چانس په لاس ورځي، د سیمې هیوادونو ځمکنی ترانسپورټ له یو بل سره نښلولای او د نړۍ ترمنځ ځمکنی تجارت او لېږد-رالېږد پياوړی کولای شي، په سیمه کې هغه پروژې چې د افغان جګړې له کبله نیمګړي پاتي دي او یا له ويرې پيل شوي نه دی بشپړېدلای شي او… .
خو که چېرته د امریکا متحده ایالتونه او متحدین يې په خپله ژمنه ونه درېږي او له شوي تړون څخه سرغړونه وکړي، د جګړې لور ته لاړ شي. نه یوازې دا چې دوی ته په درانه زیان تمامېدلای شي؛ بلکې د نړۍ ګوټ-ګوټ ته به يې دا ځل لمبې اوږدې شي او امکان لري پایله يې په نړۍ کې د یوې سترې جګړې د رامنځته کېدا سبب شي. نو د امریکا متحده ایالتونو، د هغوی متحدینو او د سیمي هیوادونو ته په کار ده ترڅو د اسلامي امارت او امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ د شوي تړون څخه ننګه وکړي او چاته اجازه ورنه کړي، ترڅو دغه تړون ته زیان ورسېږي او یو ځل بیا د نړۍ له ولسونو څخه ټولېدونکې پيسې د افغانانو په وژنه مصرف نه کړي او هغه پيسې چې د بیار رغونې په نوم افغانستان ته راځي، ځينو محدودو جېبونو ته لاړې شي. همدارنګه د امریکا د متحده ایالتونو نوی ولسمشر او اداره يې او همدارنګه د ناټو غړي هیوادونه باید په دې غور وکړي چې په افغانستان کې د دوی پاتې کېدل کوم عواقب لري او که چېرته په افغانستان کې جګړه اوږده شي او دوی په افغانستان کې حضور ولري، دوی ته په څومره مالي او ځاني زیانونه ورسېږي؟ همدار راز یاد هیوادونه باید دې ته هم پام وکړي چې د افغانستان په اړه اوسني مبهم راپورونه د هغه موادو په اساس چمتو کېږي چې له مغرضو او جګړه خوښو کړیو څخه اخیستل شوي. د ناټو غړي هیوادونه باید د تړون له لاسلیک وروسته دغه یو کلنه موده و ارزوي او دېته پام وکړي چې په دغه موده کې په هیڅ بهرني وګړي باندې د اسلامي امارت له لوري حمله نه ده شوي او نه هم له هغه سیمو څخه چې د اسلامي امارت تر کنترول لاندې دي، د دوی په ضد کوم اقدام شوی.

Related posts