مارچ 05, 2021

په هیواد کې د قدیمي آثارو د ساتنې او مراقبت په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په هیواد کې د قدیمي آثارو د ساتنې او مراقبت په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د اسلامي امارت ټولو مسئولینو، د کمیسیونونو/ادارو رئيسانو، والیانو، ولسوالانو، د قطعو او دلګیو مشرانو، مجاهدینو او نورو هیوادوالو ته لارښونه کیږي چې په ټول هیواد کې د تاریخې آثارو په اړه لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

ــ داچې افغانستان د تاریخې او عتیقه آثارو څخه ډک هېواد دی، همدا ډول یاد آثار زموږ د هیواد د تاریخ، هویت او بډایه فرهنګ برخه ده، ټول مکلفیت لرو چې د یادو آثارو کلکه ساتنه، څارنه او پالنه وکړو.

ــ په هيڅ ځای کې چاته اجازه نشته چې څوک قدیمي آثار له ځمکې څخه را وسپړي، انتقال او خرڅ يې کړي او یا يې په بل نامه له هیواد څخه وباسي.

ــ ټول مجاهدین دې د قدیمي آثارو د کيندنو مخنیوی وکړي، د تاریخي ځایونو، لکه زړې کلاوې، تاریخي منارونه او برجونه او نورو پخواني ځایونو ښه مراقبت دې وکړي چې له تخریب، ویجاړۍ او ضرر څخه مصئون شي.

ــ څرنګه چې د قدیمي آثارو د څار او مراقبت دنده فرهنګي کمیسیون ته سپارل شوې ده، ټول امارتي ادارې، په ځانګړي ډول نظامي کمیسیون، والیان او نور مجاهدین دې له فرهنګي کمیسیون سره د یادو اثارو په ساتنه کې همکاري او همآهنګي وکړي.

ــ د هر ډول تاریخې توکو، خرڅلاو، قرارداد او حمل اونقل منعه دی، هيڅوک دې هم هڅه نه کوي چې په یادو ځایونو کار ولري اویا له یادې ساحې څخه د ګټې وټې کار ته زړه ښه کړي. والسلام

د افغانستان اسلامي امارت
۸/۷/۱۴۴۲هـ ق
۲/۱۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2021/2/20م

Related posts