مارچ 05, 2021

هغوی چې فساد کوي، د ملت خواخوږي نشي جوړېدای!

هغوی چې فساد کوي، د ملت خواخوږي نشي جوړېدای!

عنایت الله خاموش

سره له دې چې هیوادوال مو په غربت کې شپې سبا کوي او ډېری هیوادوال د یوې ګولې ډوډۍ پيدا کولو لپاره پر سړکونو لالهانه ګرځي؛ د ارګ چارواکي او پر ارګ را چاپېره مافیايي کړۍ، د افغان شتمنۍ لوټ او بې ځایه مصرف ته کار ویلی او هره ورځ په دې تړاو یو زړه بوږنونکی خبر د خلکو تر غوږونو رسي.
د ارګ په داخل او پر ارګ باندې شاوخوا را چاپېر، له بهرنیو هیوادونو څخه راغلي غله او د پردیو جاسوسانو؛ وروسته تر هغه د افغان شتمنۍ لوټ ته کار ویلی، کله چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ، د ۱۳۹۸ کال د حوت په لسمه، له افغانستان څخه د بهرنیو اشغالګرو د وتلو تړون لاسلیک شو. د ۹۱ کود احتیاطي بودیجې پواسطه د میلیونونه پيسو پر مصرف سربېره يې، د بهرنیو مشاورینو په نوم خپلو خلکو ته د حیرانونکو معاشونو په ورکړه کې يې هم پراخ فساد او له افغان ولس سره ستره جفا کړي. همدارنګه د هغه کسانو په را خپلولو، خوشحاله کولو او په خپله غېږ کې د نیولو په موخه يې هم خورا زیات فساد او بې ځایه مصارف کړي چې د اشغالګرو پخواني ملګري، د اشغال ملاتړي او پخواني چارواکي وو. پرموټ په نوم پروګرام له لارې د میلیونونه ډالرو غلا یوه بله غمیزه یادولای شو چې د همدې ۹۱ کود له لارې رامنځته شوي.
پر دې سربېره د سږني کال په جریان کې داسې حیرانونکي راپورونه خپاره شول چې د خپګان، افسوس او غندنې وړ دي. د سږني کال په جریان کې د غولونکې مشورتي لويې جرګې د رابللو په نوم د میلیونونه پيسو حیف و میل کول، د امنیت شورا په نوم ارګان له لوري ځينو زور واکانو ته باج ورکول، د ۹۱ کود له لارې د ۱۳۰ مېلیونه افغانیو په نا څرګند لوري ایستل، د اداره امور په نوم ارګان له لوري د څو ډوله غوښې او نورو ډول-ډول خوراکي توکو د پېرودلو په نوم پراخ فساد او د میلیونونه افغانیو مصرف؛ ټول هغه څه دي چې له افغان ملت سره د ارګ د چارواکو په خورا ستر خیانت، ناځوانۍ ، بې حسۍ او له ولس څخه په پردیتوب دلالت کوي.
تاسو وګورئ، د ۱۴۰۰ مالي کال په بودیجه کې یوازې د ارګ مشر د ساتنې لپاره ۲،۴ میلیارده کلنی لګښت په پام کې نیول شوی، د کوډونو له لارې به څومره پیسې په پټه مصرفېږي؟ همدارنګه د ارګ د نورو او پر ارګ را ګرځېدلو چارواکو پټ او ښکاره مصارف به څومره وي؟ د هغه بهرنیو اتباعو لپاره چې د ګوډاګیو چارواکو له لوري د مشاورینو په نوم ګمارل کېږي، مصارف به څومره، زور واکانو ته ورکول کېدونکې د باج پيسې به څومره او بهرنیو مېلمنو(!) ته د ورکول کېدونکو تحفو مصارف به څومره وي؟
د ۱۴۰۰ مالي کال په بودیجه کې د ارګ مشر د ساتنې لپاره ۲،۴ میلیارده افغانۍ بودیجه په داسې وخت کې ځانګړې کېږي، چې له یوې خوا د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه ۷ سلنه کسر لري او د دې کسر د تمویل په موخه باید د پیسو له نړیوال وجهی صندوق څخه ۲۰میلیارده افغانۍ پور واخلي، له بلې خوا د دغه چارواکو د ناځوانۍ له کبله د هیواد تجارانو، صرافانو او توکو لېږدونکو موټرو کار بندیز اعلان کړی او شکایت کوي چې هم د ارګ اړوند لوړ پوړي چارواکې باج ځينې اخلي او هم د لويو لارو په اوږدو کې د پرتو پوستو ګوډاګي عسکر او بل لورته څو ورځې وړاندې د همدغه چارواکو د فساد له کبله د هرات اړوند اسلام کلا ګمرک کې اور ولګېده چې هیوادوالو ته يې پراخ اقتصادي زیانونه واړول. یوازې دا فساد نه دی؛ بلکې د ارګ اړوند ټولو ادارو کې فساد موجود دی او د دې فساد پایله ده چې هیوادوال مو هره ورځ له نویو ناورینونو سره مخ کېږي. او فساد دی چې وروستۍ ناخوالې رامنځته شوې.
په داسې حال کې چې هیوادوالو د ۲۰ کلن اشغال له کبله، په هر اړخیز بحران کې راښکېل دي، د ګوډاګیو چارواکو پټه او ښکاره غلا، د ځان ساتنې په موخه دومره لوړ مصارف او د ملت په وړاندې د مسؤولیت نه احساس؛ په دې دلالت کوي چې دغه ګوډاګي چارواکي له ملت سره هیڅ خواخوږي نه لري او هسې د ملت دوستۍ نغارې وهي او غواړي د بې ځایه او لوړو مصارفو په کولو سره هم افغان شتمني صفر ته را ټيټه او هم هغه مرستې په سیستماتیک ډول بیرته بهر ته انتقال کړي چې نورو هیوادونو د افغان ملت په نوم مرسته کړي او په دې سره ملت په غربت کې وساتي، چې تاریخونه به له ملت سره د ګوډاګیو او غلو چارواکو دغه ستر خیانت او غداري هیڅکله هېره نه کړي او دوی به د تاریخ په پاڼو کې د هغه تورو څېرو په قطار کې راشي چې له افغان ملت سره يې ستر-ستر خیانتونه کړي.
نو هغه ګوډاګي چارواکي چې غولونکي تبلیغات کوي او د دغه تبلیغاتو پواسطه ځانونه د ملت خواخوږي معرفي کوي؛ باید په دې پوهه شي چې؛ هغه څوک چې ولس يې د اشغال له کبله په غربت کې را ښکېل کړی، په هیواد يې پردي یرغلګر مسلط کړي، په هیواد کې يې اخلاقي او مالي فساد اوج ته رسولی، د ځان ساتنې لپاره میلیاردونه افغانۍ ځانګړې کوي، ټول تمرکز يې په ځان ساتنه دی او د ولس له وېرې يې سیمنټي دیوالونه پر ځان را تاو کړي، هیڅکله د ملت خواخوږي نشي جوړېدای او نه هم ملت د دوی له تبلیغاتي یرغل څخه اغېزمن کېږي. دوی باید په خپلو ګرېوانونو کې وګوري چې په خپل ملت به تر دې بد بل کوم حالت راولي چې ملت ورځ تر بلې غربت ځپي او دوی د ځان ساتنې لپاره میلیادرونه افغانۍ ځانګړي کوي؟ همدارنګه دوی باید په دې هم پوهه وي چې د دوی دغه فساد به د دوی د زوال او ماتې سبب کېږي!
پای

Related posts