مارچ 05, 2021

سمنګان: دره صوف ولسوالۍ کې د عقیدې او سیرت په اړه سیالۍ تر سره شوې

سمنګان: دره صوف ولسوالۍ کې د عقیدې او سیرت په اړه سیالۍ تر سره شوې

تر لاسه شوي راپورونه وایي، چې سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ د توقسن په دیني مدرسه کې د عقیدې، سنت رسول صلی الله علیه وسلم او سیرت النبي صلی الله علیه وسلم پر موضوعاتو د یو شمېر مدارسو او دار الحفاظونو د زده کوونکو تر منځ سیالۍ تر سره شوې.

راپور زیاتوي چې لومړی د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم په هکله سیالۍ تر سره شوه، چې د شپې له اتو بجو څخه پیل او تر یولسو بجو پورې یې دوام وکړ، د سهار له اوو بجو څخه د عقیدې په باره کې په لیکلي بڼه سیالۍ پیل او نهه بجې یې پای وموند او له نهو بجو تر دولسو بجو پورې د سنت رسول صلی الله علیه وسلم په اړه په تقریري بڼه سیالۍ تر سره شوې.

په یادو سیالیو کې د لسګونو مدارسو او دار الحفاظونو زده کوونکو د شرکت تر څنګ، ګڼو علماء کرامو، سپین روبو، عامو ځوانانو، مجاهدینو او د دعوت ارشاد کمېسیون مرستیال هم ګډون کړی وو.

د غونډې په پای کې د تعلیم او تربیې مسئول او د دعوت ارشاد کمېسیون د مرستیال له لوري ممتازو شاګردانو ته تشویقي انعامات هم ورکړل شول.

دا پرتمینه غونډه د یو تن عالم په دعاء سره پای ته ورسېده او له طعام خوړولو وروسته ګډنوال رخصت شول.
۲۰۲۱/۲/۱۸

Related posts