مارچ 05, 2021

امریکا: د وسلو په يوه پلورنځي کې د ډزو له امله ۳ تنه مړه او ۲ تنه ټپیان شوي

امریکا: د وسلو په يوه پلورنځي کې د ډزو له امله ۳ تنه مړه او ۲ تنه ټپیان شوي

د فاکس نیوز د راپور پر بنسټ، د امریکا متحده ایالتونو په لویزیانا ایالت کې د وسلو په یوه پلورنځي کې د ډزو له امله درې تنه وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، دا خونړۍ ډزې د نیواورلیان ښار ته څېرمه د وسلو په یوه پلورنځي کې شوي، چې تر دا مهاله د دریو تنو د وژل کېدو او دوو تنو د ټپي کېدو خبر تائید شوی دی، ویل کیږي چې ټپیان دا مهال روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تر اوسه د دغو ډزو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي او نه هم د وژل شویو او ټپیانو د هویت په هکله کوم مالومات رسنیز شوي دي.

دا راپور په داسې مهال خپریږي چې څو ورځې وړاندې واشنګټن پوسټ ورځپانې لیکلي و، امریکا کې یوازې تېره جنورۍ میاشت کې له ۲ میلیون قبضه وسلو څخه ډېره وسله پلورل شوې ده، دا د تېر کال په نسبت سره د وسلو په پیر او پلور کې ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د وسلو د خرڅلاو او رانیولو بیا کتنه ښیي چې وروستیو څو میاشتو کې یې ډېروالی موندلی دی، دا زیاتوالی د تېر ۲۰۲۰ میلادي کال سره مطابقت لري، تېر کال ۲۳ میلیون قبضه وسلې پلورل شوي چې د نورو کلنو په نسبت یې ۶۴ سلنه زیاتوالی موندلی و.

Related posts