مارچ 05, 2021

د نايجيريا يوې جنګي جيټ الوتکې سقوط کړی او دوه تنه پکې وژل شوي دي

د نايجيريا يوې جنګي جيټ الوتکې سقوط کړی او دوه تنه پکې وژل شوي دي

تر لاسه شوي راپورونه وايي، د نايجيريا يوې پوځي الوتکې د همدې هيواد پلازمېنې ته څېرمه سقوط کړی دی، د سپوتنيک خبري اژانس د راپور له مخې يادې پوځي الوتکې د ابوجا هوايي ډګر ته نږدې سقوط کړی دی.

د نايجيريا سيمه ييزې رسنۍ وايي، چې د دې پېښې له امله د يادې جنګې جيټ الوتکې دوه تنه پيلوټان وژل شوي دي، ويل کيږي دغه الوتکه د ابوجا هوايي ډګر ته څېرمه نسکوره شوې ده، خو تر اوسه يې د لوېدلو لامل نه دی څرګند شوی.

د ابوجا هوايي ډکر وياند هم رسنيو ته ويلي، چې د هوايي ځواک يوې جنګي الوتکي د ابوجا هوايي ډګر ته نږدې د نامالوم علت له امله سقوط کړی دی او دوو تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ دی.

په يوې خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې د اور وژنې ادارې چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي او هڅه کوي چې د نسکورې شوې الوتکې لګېدلی اور ووژني، دا پېښه په داسې مهال را منځته کيږي چې په دغه هيواد کې د دويم پړاو ولسمشريزې ټاکنې روانې دي.

Related posts