مارچ 05, 2021

د کب دریمه۳؛ په افغان تاریخ کې ویاړمنه او توره ورځ!

د کب دریمه۳؛ په افغان تاریخ کې ویاړمنه او توره ورځ!

عنایت الله خاموش
کله چې په افغانستان کې د شاهي نظام پر مهال، په دې موخه چې افغانستان لا نور پرمختګ وکړي، یو شمېر زده کوونکي يې نورو هیوادونو ته د زده کړو لپاره ولېږل. په دغه هیوادونو کې پخوانی شوروي اتحاد هم و، چې یو شمېر افغان زده کوونکي د زده کړو په موخه ور واستول شول. پخوانی شوروي اتحاد یا اوسنۍ روسیه، همغه مهال د زبر ځواک هیواد و او غوښتل يې د نړۍ زیات هیوادونه د ځان تابع او په هغه لاره روان کړي، چې دوی ورباندې روان ول. همغه مهال د نړۍ دوه ستر زبر ځواکونه او ایډیالوژۍ، د یوه- بل په تقابل کې واقع ول. یو يې اوسنۍ روسیه او بل يې هم غرب یا امریکا و. شوروي غوښتل په نړۍ کې د کمونیزم مفکوره ترویج او په خلکو ومني او امریکا بیا غوښتل په نړۍ کې د ډيموکراسۍ نظریه ترویج او په خلکو ومني. دوی دواړو د یو-بل په مقابل کې هم رواني جګړه پيل کړي وه او هم يې په ځينو سیمو کې په غیر مستقیم ډول فزیکي جګړه پرمخ بیوله.

کله چې افغان محصلین د زده کړو په موخه شوروي ته لاړل، هلته د کمونیزم د مفکورې تر اغېز لاندې راغلل او هغه مفکوره يې ومنله. دا کسان چې کله هیواد ته راغلل، دلته يې خپل فعالیتونه پيل کړل او په نظام کې يې پراخ نفوذ وکړ. دوی سوکه- سوکه ځانته یو ګوند جوړ. د ظاهر شاه په وړاندې د داوود خان په کودتا کې يې رغنده رول ولوباوه ( داوود خان په دې خاطر له کمونیستانو سره لاس یو کړ، ترڅو د دوی په واسطه واک ته ورسېږي؛ خو دا چې دوی په خپلو کې سره غله و، ډېر ژر د داوود خان په وژلو او له واک څخه د نادرخان د کورنۍ په ګوښه کېدلو پای ته ورسېده). د داوود خان په وړاندې يې کودتا وکړه. واک يې خپل کړ.
واک ته د کمونیستانو تر رسېدو وروسته، د دوی په ضد، د کابل په شمول په نور هیواد کې ځينې پټ تحرکات پيل شول – کمونیستانو غوښتل په افغانستان کې کمونیستي مفکوره ترویج او هغه څوک له منځه یوسي، چې د دوی په وړاندې درېږي ـ دوی يې د ځپلو لپاره اقدام وکړ. اخیر کیسه تر دې ورسېده چې په وړاندې يې ښکاره مقاومت پيل شي. د دوی په وړاندې له مبارزې پيل کېدو څخه وروسته، دوی له وېري سره مخ شول او د دې لپاره چې په واک کې پاتې شي او د دوی په وړاندې شوي مقاومتونه له پښو وغورځوي؛ له شوروي څخه يې د مستقیمي او نظامي مداخلې غوښتنه وکړه. شوروي چې له وړاندې يې د افغان خاورې اشغال ته سترګې پټې کړي وې؛ خپل عسکر يې افغانستان ته را ولېږل او دلته يې د خپلو شاګردانو ترڅنګ د افغان ملت په وړاندې کار پيل کړ.

دوی د افغان ولس او خپلو هغه مخالفینو په وژلو لاس پورې کړ، چې د دوی منلو ته يې نه ویل. هوکې! افغان کمونیستانو او د هغوی بادارانو او استادانو، په افغان ملت باندې د هیڅ ډول ظلم کولو څخه درېغ ونه کړ او هر وخت به يې یوه کورنۍ د غم په ټغر کېنوله او په دې جریان کې تر ټولو سخت ظلم د ښارونو، په ځانګړي ډول د کابل له وګړو سره وشو.

د کابل وګړو، چې د اشغالګرو او ګوډاګیو کمونیستانو ظلمونو تر ستونې راوستي و؛ د ۱۳۵۸ لمریز کال د کب میاشتې په دوهم شپه، د بامونو سرونو ته وختل او د الله اکبر په ویلو سره يې د کمونیستي رژيم په وړاندې د بغاوت غږ اوچت کړ. د دوی دغه ملکوتي غږونو د کابل په غرونو کې ازانګې وکړې او له کمونیزم سره د لومړۍ جګړې اعلان يې وکړ. په سبا يي( د کب په دریمه) د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د خپلو کورونو پر بامونو، کوڅو او لویو سړکونو کې د شوروي یرغل خلاف؛ په پراخو لاریونونو او مظاهرو لاس پورې کړ، د اشغالګرو او ګوډاګي کمونیستي عسکرو ټانکونه يې په تیږ وویشتل او هر ځای يې د شوروي یرغل په خلاف شعارونه ورکړل. خو شوروي او د دوی ګوډاګیو عسکرو د خپلو ټوپکو شپېلۍ د دوی په خوا ور واړولې او په ډېره بې رحمۍ سره يې د هغوی سینې ور غلبېل- غلبېل کړې. په دغه بې رحمه ورځ د کمونیستانو له لوري د ویشتل شویو ګولیو له کبله په زرګونه کابل ښاریان په شهادت ورسېدل او زیات شمېر ژوبل شول. په دغه توره ورځ د کابل ښار بڼه بدله وه او هر لوري ته د تکبیر له غږونو سره مل، د ژړاګانو او فریادونو کریږې پورته کېدې او په دې يې ګواهي ورکوله چې، د نړۍ د یوه بې رحمه زبرځواک له لورې په مظلومو مسلمانانو ستر ظلم کېږي او… .

د کب دریمه۳، که څه هم په افغان تاریخ کې يوه له بد ترینو ورځو څخه ګڼل کېږي؛ خو په افغانانو کې يې د مقاومت او غچ اخیستلو روحیه پياوړي او دېته يې وهڅول، ترڅو د نړۍ د یوه بې مغزه زبرځواک په وړاندې وسله پورته کړي او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي. هوکې؛ د کب ۳ مه وه، چې له برکته يې په افغانستان کې کمونیستي مفکورې او یوې ظالمې امپراتورۍ ماتې وخوړه. که د کب ۳ مه نه وای؛ نن به زموږ په ګران هیواد کې کمونیستي فکر ترویج، خاوره به مو له خپل اختیاره وتلې او افغانانو به د «کور، کالي، ډوډۍ» په تمه د غلامۍ ژوند کاوه. دا ورځ وه چې د شورویانو او د هغوی د ګوډاګیانو هغه ادعا رد کړه، چې ویل به يې د انقلاب په وړاندې کېدونکی مقاومت به ځپي او مخالفین به دېته نه پرېږدي ترڅو منسجم شي. که په همدې ورځ، د کابل په زړه کې، د تجاوز په وړاندې د الله اکبر ملکوتي غږونه اوچت شوي نه وای، نن به نړیوال متکبر او ظالم شوروي دړي-وړي نه وای، نن به يې امپراطورۍ نه ړنګېدلای او نن به يې په نیمه نړۍ راج چلاوه. که دا ورځ نه وای، نن به مو د شوروي اشغالګرو د ماتې ورځ نه لمانځله او نن به مو د کب ۱۰مه نه درلودای. هوکې؛ د کب ۳ مه وه چې افغانان يې په جوش راوستل او له برکته يې د سلواغې ۲۶ مه راورسېده او شوروي زبر ځواک له افغانستان څخه مختوری او شرمېدلی وتښتېده او نن يې له برکته یوه بله امپراتورۍ مختورې له افغانستان څخه په وتلو ده.
نو دا ورځ دي، د دې ورځې ټولو هغه شهیدانو، ټپيانو او د تکبیر غږ پورته کوونکو ته مبارک وي، چې له برکته يې په نړۍ کې د کمونیستي امپراتورۍ پښې غوڅي شوې او د اسیا ډېری هیوادونه يې له شره خلاص او استقلال يې حاصل کړ.

Related posts