مارچ 02, 2021

کاپیسا، غزني او کندز کې د استسقاء لمونځ اداء شو

کاپیسا، غزني او کندز کې د استسقاء لمونځ اداء شو

د امیرالمؤمنین د سپارښتنې له مخې پرون د کاپیسا ولایت، اله سای ولسوالۍ، د غزني ولایت، رشيدانو ولسوالۍ او د کندز ولایت د مرکز، چهاردرې، قلعه زال، علي اباد، امام صاحب، دښت ارچي، ګل تېپې او خان اباد ولسوالیو کې د مدارسو شاګردانو، استادانو، سیمه ایزو علماء کرامو او عامو خلکو د استسقا لمونځ او درحمتونو د نزول لپاره اجتماعي دعا ګاني وکړې.

په دغه مناسبت جوړو شوو مراسمو کې علماء کرامو د توبې، د ګناهونو د پرېښودو، الله تعالی ته د رجوع او نورو موضوعاتو په اړه ګټوري وینا ګاني او په ځیني ځایونو کې د قران کریم ختمونه هم وکړل.

‏2021‏/2‏/21

Related posts