مارچ 05, 2021

د لیبیا د کورنیو چارو وزیر له یوه مرګوني برید څخه روغ وتلی

د لیبیا د کورنیو چارو وزیر له یوه مرګوني برید څخه روغ وتلی

‏د لیبیا د کورنیو چارو وزیر فتحي باشاغا تېره ورځ ناوخته له یوه مرګوني برید څخه روغ وتلی دی، فتحي باشاغا د پلازمېنې طرابلیس اړوند سیمه کې د برید هدف ګرځېدلی، خو د نوموړي ساتونکو په ځوابي برید کې یو تن برید کوونکی ټپي کړی او دوه تنه یې ژوندي نیولي دي.

د ورکړل شویو مالوماتو پر اساس، فتحي باشاغا تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې دننه د نوي امنیتي وضعیت ارزولو په موخه له ښاره بهر وتلی و او د بېرته راستنېدو پر مهال یې کاروان د بکتربند موټر څخه د برید هدف ګرځېدلی دی.

۵۸ کلن فتحي باشاغا له ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې د قومي اتحاد ګوند لخوا په دغه منصب ټاکل شوی دی، نوموړی د قومي اتحاد ګوند مخکښه سیاسي څېره بلل کیږي او د فساد پای ته رسولو هوډ لري چې له همدې وجې یې زیات شهرت موندلی دی.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې کله د معمر القذافي حکومت را نسکور کړی شوی، په لیبیا کې دوه متوازي حکومتونه شتون لري، د طرابلیس په ګډون د دغه هیواد لوېدیځ کې د قومي اتحاد حکومت ځواکمن دی چې باشاغا یې لوی مشر یادیږي او د بنغازي په ګډون ختیځه برخه یې د خلیفه حفتر تر کنټرول لاندې ده.

فتحي باشاغا تېر کال د ملګرو ملتونو په ملاتړ د سولې له خبرو وروسته د نوي لنډمهالي حکومت لپاره تر ټولو قوي نوماند ګڼل کېده، خو بیا ۶۱ کلن انجینر عبد الحمید الدیبیه د سرپرست حکومت مشري لپاره غوره کړی شو.

Related posts