
مستغفر ګربز
د غـرونــو خـلـک يــو خــویــونـــه بـازاري نـه کوو
تـش پــه نـامــه بـانــدې د چــا سـره يـاري نـه کوو
زړۀ ورکـوو ، او زړۀ تـرې أخـلـو آن تـر مرګـه پورې
د وخت سـړي نـه یـو ، د وخـت انـډيوالـي نـه کوو
بـیـرتـه یـې بـیـا راګــرځــوو لـکــه قـضـاء لمنځونه
د دیـدنـونــو پــه درســونــو کــې چـوټـي نـه کـوو
سـپـک او درانــه تـلــو د ستـرګــو د نـظــر پـه تـلـه
هـسـې بــې ځـایــه مــوږ د چـا قــدردانـي نـه کوو
د سپيڅلتوب راز مو په دغـه یو عادت کې پټ دی
چـې لـه دښـمـن سـره هــم چـيـرې غـداري نـه کوو
خدای به موغاړه بندکړي خدای ته به بیاڅه وايو چې
د ځـيـنـو ، ځـيـنـو پــه اوصـافــو شــاعـري نـه کوو
ښـکـلـيـو ، پـوره مـو پوروړي يـو منو مو پـه خدای
پـرتـه لـه تـاسـې مـوږ د ژونـد لـوبـه بیخي نـه کوو
د بـیــا راتــلــو وعــده تــرې اخـلـو مستغفر ګـربـزه
مـخـکـې لـه یـار سره تــر دې خدای پاماني نه کوو