مارچ 05, 2021

 کلتور او تاریخ ساتنه د یو مسؤلیت په توګه

 کلتور او تاریخ ساتنه د یو مسؤلیت په توګه

د ورځې خبره:

دې وروستیو کې اسلامي امارت د تاریخي اثارو او فرهنګي میراثونو د ساتنې په اړه یوه اعلامیه صادره کړه، په دې اعلامیه کې له ولس او په ځانګړې توګه له مجاهدینو غوښتل شوي چې د ګران هیواد د پخوانیو اثارو، منارونو، کلاوو او په ټوله کې د تاریخي اثارو او فرهنګي ارزښتونو حفاظت وکړي، دهر ډول کیندنو، قاچاق، خرڅلاوو او له هیواد څخه ایستلو مخه یې ونیسي او هیڅوک پرې نږدي چې د تاریخي او فرهنګي میراثونو له پېر او پلور څخه شخصي او مادي  استفاده وکړي.

اسلامي امارت د افغانستان او افغان ولس د ارزښتونو، منافعو،تاریخ، فرهنګ او هویت ساتنه خپل مسؤلیت ګڼي او دې برخو کې یې لله الحمد ډير څه ترسره کړي دي، د بېلګې په توګه اسلامي امارت اویایمه لسیزه کې هیواد له تجزیې وساته، ملوک الطوایفي یې له منځه یووړه، مثالي امنیت یې تامین کړ او یو مرکزي اسلامي حکومت یې رامنځته کړ چې له امله یې پر عمومي دیني او هیوادنیو ګټو سربیره د خلکو سر، عزت،حیثیت، شتمني او….. محفوظ شول.

  دا یو واقعیت دی چې اسلامي امارت افغانستان او افغان ولس ته دومره څه ورکړي چې هیڅ یو تحریک او حکومت یې په ورکړه نه دی توانیدلی، که یوازي دا یوه ټکي ته ځیر شو چې:« اسلامي امارت افغانستان له تجزیې وژغوره» نو دا هغه لویه لاسته راوړنه ده چې که همدا( افغانستان) خدای مکړه تجزیه شوی وای، نو تاریخ، فرهنګ، هویت او بې شمېره معنوي او مادي ګټې به مو د لاسه وتلي وای او د پښتون، تاجک، ازبیک، هزاره، ترکمن، پشه یې،بلوچ، نورستاني، قزلباش او…. قومونو څخه متشکل د واحد افغان باشهامته  ملت بنیادي هسته به له منځه وړل شوې وای او د دې هستې هر جز  به د یو نامعلوم برخلیک او تاریک تګلوري په لوړو- ژورو کې لالهانده وای.

د اسلامی امارت په اړه کورنیو او بهرنیو تخریبي کړیو او بنسټونو ډير پروپاګند ترسره کړی، چې له کبله یې ځینې جهتونه او خلک له حقایقو او واقعیتونو لیرې پاته شوي. دا یو نړیوال بشري فومول او ضابطه ده چې: « په پټو سترګو باید قضاوت ونشي»، تر قضاوت مخکې باید پلټنه وشي، جانبین وپوښتل شي، واقعیتونه معلوم شي، اسباب، لاملونه، اړتیاوي او لومړیتوبونه تشخیص شي او بیا پریکړه ترسره شي.

اسلامي امارت د پاټکسالارۍ او امریکایي اشغال ضد جهاد کې بې حسابه قربانۍ ورکړې، دین او وطن یې له یرغلګرو او ګوډاګیانو له دسیسو او توطیو ساتلي او ژمن دی چې د خپلو ارزښتونو، اقدارو، نوامیسو، منافعو، تاریخ، کلتور او هویت دفاع او حفاظت به کوي.

د قدیمه اثارو او تایخي ځایونو د حفاظت په اړه د اسلامي امارت د نشر شوې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې:« داچې افغانستان د تاریخې او عتیقه آثارو څخه ډک هېواد دی، همدا ډول یاد آثار زموږ د هیواد د تاریخ، هویت او بډایه فرهنګ برخه ده، ټول مکلفیت لرو چې د یادو آثارو کلکه ساتنه، څارنه او پالنه وکړو». نو بناء ټول هیوادوال باید د تاریخي اثارو او کلتوري ارزښتونو ساتنه خپل مسؤلیت وګڼي، دتخریب، خرڅلاوو او زیان اړولو څخه یې ډډه وکړي.

Related posts