مارچ 05, 2021

د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د راپور په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د راپور په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

نن یوځل بیا یوناما راپور خپور کړ چې په کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د تیر یوه کال جزئيات خپاره شوي.
متأسفانه دا راپور یوځل بیا هم په سلیقوي ډول په هیواد کې د روانو ملکي مرګ ژوبلو اصلي عاملین پټوي او د پيښو د اکثریت مسئولیت د اسلامي امارت مجاهدینو ته منسوبوي.
په راپور کې یادونه شوې چې په تیر یوه کال کې د ملکي مرګ ژوبلې ۴۵٪ سلنه د اسلامي امارت پورې اړه لري، ایله ۲۲٪ سلنه يې د کابل ادارې عسکرو ته راجع شوې او بهرني ځواکونه چې په هیواد کې د ګڼو ملکي تلفاتو عاملان وو بالکل بري اعلان شوي دي.
موږ دا ډول ناقص اود غلطو معلوماتو په اساس جوړ راپور ردوو، اګرکه دا راپور له خپریدو څخه مخکې د اسلامي امارت د اړوند ارګان سره شریک شوی و، خو کومې انديښنې، دقیق معلومات او حقیقي جزئيات چې موږ له دوی سره شریک کړي دي، په راپور کې نه دي مراعات شوي.
زموږ د معلوماتو په اساس د یوناما لخوا دا ډول راپورونه تنها د هغو معلوماتو په اساس ترتیب او خپریږي چې د کابل ادارې استخباراتي او نور نظامي ارګانونه يې د پروپاګند په ډول له یوناما سره شریکوي.
خو بل خوا د ولسوالیو، کلیو او پراخو سیمو چې هره ورځ د کابل ادارې او د هغوی د بهرنیو ملاتړو د بمبارونو، توغندیو ویشتلو، چاپو، د اربکیو د زور زیاتیو او نورو وحشتونو قرباني سیمې دي، له هغو څخه یا هيڅ معلومات په کې نشته او یا ډير کم ښودل شوي.
اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ځانګړی کمیسیون لري، چې د اسلامي امارت په صفوفو کې د ملکي مرګ ژوبلې د مخینوي، که تلفات پيښ شي، د قضيو د څيړلو او د عاملینو د مجازات کولو دنده لري او په خورا ښه ډول يې خپله وظیفه پرمخ بیولې ده.
اسلامي امارت د دښمن د بې پروا حملو، بمبارونو، چاپو او توغندیو ویشتلو او نورو وحشیانه عملیاتو له امله پيښ ملکي تلفات غندي او له یوناما څخه غواړي چې د ملکي تلفاتو د اصلي عاملینو په افشا کولو سره د یادو مرګ ژوبلو دقیقه څیړنه وکړي او له دغې کاملا بشري موضوع څخه سیاسي استفاده ونه کړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۱/۷/۱۴۴۲هـ ق
۵/۱۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2021/2/23م

Related posts