
د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ د تعلیم او تربیې مدیر د یوې اونۍ په اوږدو کې د همدې ولسوالۍ له یو شمېر دیني مدارسو څخه لیدنه تر سره کړه.
د مالوماتو له مخې، د تعلیم او تربیې مدیر د خلفاء الراشدین مدرسې، ویس قرني للبنین، ویس قرني للبنات، معارف القرآن للبنات، مدرسه عائشه للبنات او سعد ابن وقاص له دیني مدارسو څخه لیدنه تر سره کړه.
د یمګان ولسوالۍ د تعلیم او تربیې مدیر ډاډ څرګند کړ چې په یادو دیني مدارسو کې لله الحمد زده کوونکي په خپلو ورځنیو زده کړو بوخت وو او د مدیر لخوا زده کوونکي اګاه کړی شول، چې کلنۍ ازموینې رانږدې شوي باید پوره چمتوالی ورته ونیسئ.
۲۰۲۱/۲/۲۱