مارچ 05, 2021

میکسیکو: د الوتکې د نسکورېدو پېښه کې ۶ تنه سرتیري وژل شوي

میکسیکو: د الوتکې د نسکورېدو پېښه کې ۶ تنه سرتیري وژل شوي

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، شمالي امریکا میکسیکو کې د یوې پوځي الوتکې د نسکورېدو پېښه کې ۶ تنو سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، دا الوتکه د میکسیکو په ویرا کروز ایالت کې لوېدلې ده.

بلخوا د میکسیکو دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې 45XR ډوله جیټ الوتکه له هوایي ډګر څخه تر الوت وروسته نسکوره د نامالوم علت له امله لوېدلې ده.

د مالوماتو پر اساس یادې پوځي الوتکې هغه مهال اور واخیست کله چې پر ځمکه را پرېوته، تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه دی په ډاګه شوی خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

Related posts