مارچ 02, 2021

ننګرهار کې جلا بریدونو ۴ ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل

د ننګرهار ولایت، سپین غر ولسوالۍ اړوند مهمند تنګي سیمه کې د مزدورو اربکیانو په پوستو د سپکو او درنو وسلو په مټ برید کې دښمن ته تلفات اوښتي.
همداراز د بټیکوټ ولسوالۍ اړوند نغلو سیمه کې هم د مزدور دښمن په قوه برید کې مجاهدینو ۱ قومندان وژلی او بل ګوډاګی ژوبل دی.
په ده بالا کې بیا د تړلي کنډو سیمه کې د پولیسو په پوسته وسله وال برید کې ۲ مزدور پولیس ژوبل شول.
او په خوګیاڼو کې د وزیرو تنګي خوله کې په مزدورو عسکرو داسې مهال وسله وال برید ترسره کړ، چې د ځان لپاره د لارې په جوړولو بوخت ول. د راپور له مخې دغه برید کې ۱ بوکلین موټر تخریب، او ګوډاګیان وتښتېدل.
‏2021‏/2‏/23

Related posts