مارچ 02, 2021

بغلان کې د کابل ادارې ۵ کارکوونکي له مجاهدینو سره یوځای شول

تیرپه څیر یوځل بیا د امیرالمؤمنین د عفوی له فرمان څخه په استفاده او د جلب جذب د مسؤلینو د هلوځلو په نتیجه کې د بغلان ولایت پلخمری او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کابل ادارې ۵ کارکوونکي له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې نومونه یې په لاندې ډول دي:
۱: عارف خان ولدجلات خان
۲: محمد نبی ولدحبیب الله
۳: عبدالواحد ولد روزدین
۴: نقیب الله ولدعارف جان
۵: شریف الله ولد ثمرګل
دوی ټولو په تېرو اعمالو پښېماني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې ده چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ فعالیت نه کوي.
2/23/2021

Related posts