مارچ 02, 2021

پکتیکا مرکز کې د جاسوسي شبکې غړی له مجاهدینو سره یو ځای شو

پکتیکا مرکز کې د جاسوسي شبکې غړی له مجاهدینو سره یو ځای شو

مزدور رژیم له لیکو د تېښتې په دوام پرون د پکتیکا ولایت مرکز کې د عیسی خان ولد حاجي عجب په نوم د جاسوسي شبکې یو غړی چې د ډډیان کلي اوسیدونکی دی، د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د دعوت او ارشاد کمیسیون او سیمه ایزو مجاهدینو په ګډه همکارۍ له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یوځای شو.
نوموړي په خپلو تېرو اعمالو پښېماني څرګنده کړې او د دې وعدې له مخې چې بیا به د مزدوري ادارې لیکو ته نه ورځي امن کارډ ورکړل شوی او عادي ژوند ته سوق کړل شوی دی.
‏2021‏/2‏/23

Related posts