مارچ 05, 2021

د مشرتابه حکم: د محاکمو له فيصلې پرته سزا او تصوير اخيستل منع دي

د مشرتابه حکم: د محاکمو له فيصلې پرته سزا او تصوير اخيستل منع دي

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام د ( ۶۵/ج۶ ) ګڼي مکتوب د حکم پر اساس چي د ۱۴۴۲ کال د ربیع الاول پر ۱۶ نېټه صادر شوی؛ د محاکمو له فیصلې پرته تورن ته سزا ورکول او بيا يې تصوير اخيستل په کلکه منع کړل شوي دي، په حکم کي زياته شوې : د سپېڅلي شريعت له مخي په متهمینو د جرم ثبوت او مجرمینو ته د سزا ورکولو صلاحيت یواځي شرعي محکمې ته ورکړل شوی او هرڅوک دا حق نه لري چي په خپل سر مجرم ته سزا ورکړي.
د مشرتابه مقام په حکم کي راغلي: په حدودو، تعزيراتو او سزاګانو باندي به مطلوب اثرات چي د خپل رب رضا حاصلول او د جرمونو مخه نیول دي؛ هغه مهال مرتب وي چې د تثبیت او تطبیق جریان یې د شرعي هدایاتو مطابق ترسره شي او د جرم په اندازه سزا ورکړل شي.
په دغه حکم کي مشرتابه مقام د اسلامي امارت ټولو مجاهدينو ته په ځانګړي ډول والي صاحبانو ته هدايت کړی چي هيڅ شخص ته اجازه ورنکړي تر څو د محکمې له حکم پرته څوک په سوکانو، لښتو، دُرو او کېبل ووهي او يا کوم بل ډول تعذيب ورکړي، مجاهدین چي څوک اسیران کړي؛ هغه که جنګي بندیان وي يا جنایې، د محکمي له پریکړي پرته د سزا ورکولو حق نه لري، همدا ډول به د سزا د تطبيق له صحنې څخه له تصوير اخيستلو يا ويډيو کولو هم په کلکه مخنيوی کوي.
د اسلامي امارت د مشرتابه مقام په ياد شوي حکم کي له دغه حکم څخه سرغړوونکي مجرمين ګڼل شوي او د اسلامي امارت ټولو اړونده مسئولينو خصوصا والي صاحبانو ته دنده ورکړل شوې چي مسئولین او مجاهدین پوه کړي او تخلف کوونکي په خپل وخت پيدا او مسئول ارګان ته یې ور معرفي کړي، تر څو د شرعی اصولو او فرامينو څخه د تخلف، د نظم د اخلال او د اسلامي امارت د بدنامه کولو له امله سزا ورکړل شي، چي دا به بيا د دوی او نورو تخلف کوونکو لپاره عبرت شي.

Related posts