اپریل 23, 2021

میدان وردګ کې ټانک تخریب، ۱۱ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

د میدان وردګ ولایت، سیداباد ولسوالۍ اړوند عزیز کلا سیمه کې مجاهدینو د مزدوري اردو په ټانک د ماین چاودنه کې ټانک ویجاړ کړی، ۵ مزدور عسکر وژلي، ۳ ثقیلان، ۱ کارمولی ټوپک او ۱ نارنجک ترلاسه شول. همداراز د شیخ اباد سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د لیزري ټوپک په مټ برید کې ۱ مزدور عسکر وژلی دی.

د چک ولسوالۍ اړوند کولک د پوستې ته څېرمه چاودنه کې ۱ ګوډاګی ژوبل شو.

مرکز کې د کشمېري کلا په عسکرو د لیزري ټوپکو په مټ برید کې ۴ مزدور عسکر وژل شوي دي.

دغه رنګه د نرخ ولسوالۍ اړوند مهدي غونډۍ د پوستې پر پلیو عسکرو د تکتيکي ماین چاودنه کې دښمن ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د سرزیان په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

‏2021‏/2‏/24

Related posts