اپریل 23, 2021

اسرائیلي ځواکونو لوېدیځه غاړه کې ۱۲ تنه فلسطینیان نیولي

اسرائیلي ځواکونو لوېدیځه غاړه کې ۱۲ تنه فلسطینیان نیولي

د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي ځواکونو د اشغال شوي فلسطین په لوېدیځه غاړه کې ۱۲ تنه فلسطینيان نیولي او بندیان کړي یې دي.

د رسنیزو راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د اشغال شوي فلسطین په مختلفو سیمو چاپې اچولي او لږ تر لږه ۱۲ تنه بې ګناه فلسطینیان یې نیولي دي، د مالوماتو پر اساس په دغو بندیانو کې ۶ تنه هغه بندیان هم نیول شوي، چې څه موده مخکې د دوی له زندانونو را خلاص شوي وو.

اسرائیلي ځواکونه د خپلو ظلمونو په سلسله واره لړۍ کې هغه فلسطینیان چې د دوی لخوا ونیول شي، بغیر له کوم ثبوت او اسنادو د پنځو کلونو بند پر سزا محکوموي او زنداني کوي یې.

تر اوسه فلسطیني خبري رسنیو د یادو بندیانو په هکله څه نه دي ویلي او نه هم اسرائیلي ځواکونو په دې اړوند رسنیو ته توضیحات ورکړي دي، د یادونې وړ ده چې د اسرائیلو دغه ظالمانه چلند په نړیواله کچه غندل شوی، خو پر خلاف یې عملي اقدام نه دی تر سره شوی، چې دې حالت د فلسطینیانو زندګي له ګڼو ستونزو سره مخ کړې ده.

Related posts