اپریل 23, 2021

د کابل ادارې لخوا د بریدونو په ترڅ کې ۸۴ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپيان شول

د کابل ادارې لخوا د بریدونو په ترڅ کې ۸۴ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپيان شول

د جنګي جنایت او وحشتونو په دوام، په تیرو دوه اونیو کې د کابل ادارې عسکرو د خپلو بهرنیو حمایت کونکو په ملاتړ، د هیواد په ۲۴ ولایتونو کې په ملکي خلکو ۴۳ لوی او واړه بریدونه او بمبارونه ترسره کړي دي.
دغه وحشیانه حملې په (هرات، پکتیا، ارزګان، میدان وردګو، بلخ، کندز، کنړ، غور، لوګر، خوست، کاپیسا، ننګرهار، غزني، دایکندي، بدخشان، کندهار، زابل، فراه، هلمند، بغلان، کابل، تخار، بادغیس او سرپل) ولایتونو کې د عامو خلکو په کورونو د بمبارونو، توغندویو او مخامخ بریدونو په کولو سره ترسره شوي.
د ملکي خلکو په ضد په وحشیانه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، زموږ ۳۵ تنه ملکي هیوادوال شهیدان، ۴۹ تنه ټپيان، ۲۸ تنه نور له خپلو کورونو څخه نیول شوي او بندیان شوي دي.
همدا ډول په عملیاتو کې ۳ بابه مساجد، ۱ باب کلینیک، ۵۴ بابه د ملکي خلکو کورونه، ۱۷ بابه دوکانونه، بمبار او تخریب شول، د ملکي خلکو ۷ عرادې وسائط او ۴۰ رأسه مواشي هم له منځه لاړل.
اسلامي امارت ملکي خلک او کورونه تر هدف لاندې نیول په کلکه غندي، له نړیوالو بشرپالو ادارو څخه غواړي چې د یادو ظلمونو په وړاندې غبرګون وښيي او په مخنیوي کې يې خپل مکلفیت ادا کړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۵/۷/۱۴۴۲هـ ق
۹/۱۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2021/2/27م

Related posts