اپریل 23, 2021

د کب نهمه؛ د پرديو وحشي مزدورانو ته د کمپاين ورځ!

د کب نهمه؛ د پرديو وحشي مزدورانو ته د کمپاين ورځ!

مولوي کریم الله کامران

زموږ پر کور د چاپې پر مهال زه ډېر کشر وم، ښايې عمر مې تر پنځه کاله لوړ نه و، خو دومره مې ياد دي چې په چاپه کې تر امريکايانو د دوی ګوډاګيان افغاني عسکر ډير و، لومړی مو د کور دروازه د همدې عسکر له لورې ماته شوه، لومړی مو د کور پر غولي د همدې عسکرو ناولی قدم کيښودل شو، لومړی مو د کور د مشرانو لاسونو دې عسکرو تر شا وتړل، همدې عسکرو په وهلو، ټکولو او ځورولو د ميلمستون کوټې ته ورټيله کړل، د کوټې دروازه يې پسې وتړل، همدا عسکر لومړی زموږ هرې کوټې ته ننوتل، وروسته به امريکايان ورپسې و، په دې چاپه کې کټ مټ ګوډاګيانو افغاني عسکرو د امريکايانو د مقدمة الجيش رول ادا کاوه، د هر ظلم او وحشت پيل به همدوی کاوه.
هغه وخت په يوه کال کې دننه د هيواد په ساره او اوږده کې زرګونه چاپې وهل کېدلې، ښايې لسمه برخه چاپې يې يوازې پر نظامي طالبانو وې، پاتې نورې نهه برخې ټولې يې پر عامو بې دفاع افغانانو وې، چې په دې ټولو کې د امريکايانو مقدمة الجيش ګوډاګي عسکر وو، د هر ظلم او وحشت دروازه لومړی دوی خلاصول، دوی د افغانانو پر کورونو ور اوښتل، دوی د افغانانو دروازې په بمونو والوزولې، دوی په چاپو کې د پلار او مور مخته د ځوانانو سينې په خپلو امريکايې ټوپکو غلبيل غلبيل کړلې، همدې عسکرو د امريکايانو په ملتيا د افغانانو ښځې، ماشومان او سپين ږيري چار ماري کړل، د دوی په وحشت کې پوره کورنۍ تباه شوې، کلې، کورونه، جوماتونه او مدرسې د دوی په اشاره امريکايانو ورانې کړې، پر ودونو، جنازو، غمونو او خوشحاليو د دوی په وينا امريکايانو بمونو وغورځول، يوازې په چاپو کې د امريکايانو په ملتيا د دوی د ظلم او وحشت داستان پای نه لري او نه به يې لسګونه ټوکه کتابه ځای کړي.
د چاپو څخه پسې راتېر شه، د لويو لارو پر سر د عامو افغانانو په وړاندې د عسکرو ظلم او وحشت د نن او پرون کيسه نه ده، د امريکايانو د يرغل له پيله همدا وحشت راروان دی، د موټروانانو څخه پيسې اخيستل، وهل، ټکول او ځورول د دوی عادي کارونه دي، هرې پوستې يې خپل باج تعين کړی دی، په هيڅ ډول د هغه باج ورکولو پرته موټر تر پوستې نشي تېريدلی، څو ځله يې په ډيرو لږو پيسو موټروانان شهيدان کړي دي، ډيره دردونکې يې دا چې په ډيرو ځايونو کې يې  د خلکو ناموسونو ته لاس اچولی دی، ډير ځله يې له خپلو پوستو څخه په شل مترۍ کې د غلو په جامه کې د خلکو موټران درولې وي او د خلکو شتمنۍ يې لوټ کړې دي، له غلا وروسته بيرته خپلو پوستو ته راګرځيدلي، د امريکايانو ورکړل شوی پتلون يې اغوستی او د هغوی د کرايې ټوپک يې اوږې ته اچولی دی.
همدا راز د هغه عسکر ويډيو ټولو ليدلې ده، په خپله خوله اعتراف کوي، چې په پوستو کې پنځه نوي سلنه عسکر معتاد دي، پنځه سلنه يې له نشو خلاص دي، داسې نشيي توکې به نه وي چې هغه د دوی په پوستو کې ورسره پراته نه وي، ځکه هغه عسکر خپله وايې، چې په نشو کې شراب، هېروئين، چرس، ګولۍ او شيشه هغه نشیي توکي دي، چې عسکر پرې روږدي دي او د دې ټولو نشيې توکو زمينه هم د کابل اداره ورته برابروي، عسکر د ژوند په نورو اړخونو کې هم دومره لويدلي، بداخلاقه، بد مزاجه او بې فرهنګه ژوند لري، چې بيخې ځنګلې حيونان يې له ځانونو جوړ کړي دي.
له خپلو قرارګاوو، کنډکونو او پوستو څخه پر کليو، کورونو، بازارونو، ګنجونو او نورو ګڼ ميشته سيمو د هوانونو اورول د هري ورځي خبر دی، د دې ترڅنګ په جګړيزو سيمو کې عسکر د ولس څخه د سپر په توګه کار اخلي، خو کله چې له جګړې پر شاه شي، بيا خپل ټول زور د سيمې له خلکو کاږي، شتمنۍ يې لوټي او خلک په ډير ظلم او جبر له خپلو کورونو ترټي، دا ټول مشت نمونه يي خروار حقائق دي، زما د هيواد هر فرد ځوان،  سپينږيری، ښځه، آن ماشومان هم ترې خبر دي، چې دلته د دې ملت پر سر د عسکرو په نوم د پرديو د مزدورانو څه ميچني وچلېدلې، هغوی څه نادوده، ناکرده او ناروا کړني تکرار کړې، څه ظلمونه او وحشتونو يې پر مظلومو افغانو وکړل، د غرب سړي خواره يې هم وحشت او حيوانيت ته حيران پاتي وو.
خو څو بې ضميرو، بې وجدانو او بې فرهنګو د وحشت او ظلم دې مجسمو ته ځانګړې ورځ ټاکلې ده، هغه ورځ د کب نهمه ده، په دې ورځ هغوی ته د هغوی د ظلمونو مبارکي وړاندې کوي، هغوی په ډول ډول اعزازي نومونو او تخلصونو يادوي، په داسې حال کې چې هغوی کاملا د هغه نومونو او القابو مخالف کار او کردار لري، هر قول او عمل يې د هغه نومونو ضد وي، دغه کسان يا په غرب کې ناست دي، د عسکرو درِندګي او حيوانيت يې حس کړی نه دی، يوازې يې د مزدورو رسنيو له لاري هغوی پيژندلي دي، او يا دلته د همدې عسکرو په حماقت او بې عقلۍ کې يې جيب ته د ډالرو لاره برابره کړې ده، نو ځکه يې د عسکرو پر ټولو ظلمونو او درندګيو سترګې پټي کړي دي، او په همدې ورځ د عسکرو هڅوني او تشويق لپاره پراخ کمپاين کوي.
مګر ملت اوس درک کړې ده، چې عسکر د امريکايانو او د هغوی د متحدينو اجرتي قاتلان دي، نه د دې ملت غمخواران دي او نه يې د هيواد سره کار دی، د دوی کار يوازې له څو ډالرو سره دی، ځکه ولس د دې عسکرو څخه نفرت کوي د هغوی له نامه څخه يې بد راځي، نور به څوک دغه د پرديو مزدوران او اجرتي قاتلان په دې بېځایه نومونو او القابو غلط نه کړي او نه به يې په يوه او بل نامه پرې وتپي.

Related posts