اپریل 23, 2021

دوحې تړون ته اسلامي امارت خپله ژمنتیا ثابته کړه!

دوحې تړون ته اسلامي امارت خپله ژمنتیا ثابته کړه!

د ورځي خبره:

یو کال وړاندې په همدې ورځ (د ۱۳۹۷هـ ش کال د حوت په لسمه) د افغانستان د اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک شو.
د تړون له مخې متحده ایالتونو له افغانستانه د ټولو بهرنیو اشغالګرو عسکرو د ایستلو، د اسلامي امارت د ټولو بندیانو د خلاصون، له تورو لیستونو د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو لیرې کولو، د خپلو تهاجمي عملیاتو درولو او د افغانستان په داخلي چارو کې د مداخلې نه کولو ژمنې وکړې. په مقابل کې یې اسلامي امارت ډاډ ورکړی و چې د مقابل لوري بندیان به خوشي کوي، له شرایطو سره سم به بین الافغاني مذاکرات پیلوي، پر بهرنیو ځواکونو باندې به بریدونه نه کوي او چا ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل بهرني هېواد پر ضد وکاروي.
اوس چې د یاد تړون له امضا کېدو یو کال تیریږي، اسلامي امارت خپلې ټولې کړې ژمنې پوره کړې دي. د مقابل لوري مشخص شوی شمېر بندیان یې خوشي کړي، بین الافغاني مذاکرات یې پیل کړي، پر وتونکو امریکا یې عسکرو بریدونه نه دي کړي او نه یې چا ته اجازه ورکړې چې له افغانستانه پر امریکا او متحدینو یې بریدونه وکړي. پخپله د امریکا متحده ایالتونو هم منلې چې په تېر یوه کال کې تر هوکړې وروسته کوم امریکایی عسکر نه دی وژل شوی. همداراز په تېر یوه کال کې له افغانستانه پر غرب هیڅ برید نه دی شوی او نه یې چا ته د ترسره کولو اجازه ورکړل شوې ده.
د اسلامي امارت برعکس په تېر یوه کال کې مقابل لوري خپلې زیاتره ژمنې نه دي پوره کړې. د شرایطو له پوره کېدو سره سره یې نه د اسلامي امارت ټول بندیان خوشي کړي، نه یې تورلیستونه ختم کړي، او نه یې د مجاهدینو پر ضد له تهاجمي عملیاتو او د افغانستان په داخلي چارو کې له مداخلې لاس اخیستی دی.
اسلامي امارت د مقابل لوري د تخلفاتو په مقابل کې له زغمه کار اخیستی دی او په وار وار یې مقابل لوری او د هوکړې تاییدونکي لوري تنبیه کړي چې باید له توافقنامې تخلفات جدي ونیسي او پرېنږدي چې جګړه-خوښې کړۍ د سولې په مخ کې خنډونه جوړ کړي. د حوت د لسمې تاریخي تړون هم د افغانستان، هم د سیمې او هم د نړۍ په ګټه دی نو ځکه باید مات نشي. امریکا باید پر حقایقو د څو سترګې-پټوونکو او جګړه-خوښو لپاره باید یوې بېګټې او تاواني جګړې ته دوام ورنکړي، ځکه په تېرو شلو کلونو کې په ډاګه شوه چې د زور کارول به هیڅکله وضعیت دامریکایانو په ګټه بدل نه کړي.

Related posts