اپریل 23, 2021

ننګرهار بریدونو او چاودنو ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل

پرون مجاهدینو د ننګرهار ولایت، ده بالا ولسوالۍ اړوند تړلي کنډو سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د سپکو او درنو وسلو په مټ برید کې ۳ ګوډاګیان ژوبل کړل.

همداراز د شیرزادو ولسوالۍ په کدیخیلو کې د مزدورو ضربتیانو او نورو ګوډاګیانو باندې د ځای پر ځای شوو ماینونو په مټ ۲ چاودنه کې دښمن ته تلفات اوښتي، خو د کره شمېر په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

‏2021‏/3‏/1

Related posts