اپریل 23, 2021

چین غواړي له بشري حقونو د امریکا د سرغړونو راپور خپور کړي

چین غواړي له بشري حقونو د امریکا د سرغړونو راپور خپور کړي

د چین د اطلاعاتو ملي دفتر په تازه اعلامیه کې ویلي، دوی هوډ لری چې له بشري حقونو د امریکا د سرغړونو راپور خپور کړي، ویل کیږي دا راپور په ۱۵ زره کلمو مشتمل دی.

په دې راپور کې د کورونا وایروس نه کنټرولولو، سیاسي ګډوډیو، نژادي تبعیض او د مالدارو او غریبو هیوادونو تر منځ تفرقه اچولو ته پکې اشاره شوې ده.

راپور کې راغلي چې په امریکا کې سیاسي ارزښتونو ته درناوی په شلو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی، په سیاست یې د مادیاتو سیوري غلبه کړې او یوازې هغه څوک په ټولټاکنو کې بریالی کیدای شي چې مالدار وي، له همدې کبله یې عامه افکار منحرف کړي دي.

د شهینوا د راپور له مخې، امریکا په خپل هیواد کې سپین پوستو ته په تور پوستو ډېره برتري ورکوي، د تور پوستو دوه په دریمه برخه یې بندیان او همدومره د کورونا وایروس له امله مړه کیږي چې دا له بشري حقونو د امریکا ستره سرغړونه بلل کیږي.

راپور کې راغلي، په امریکا کې تور پوستي امریکایان د سپین پوستو درې برابره زيات د پولیسو له لوري وژل کیږي او په هرو څلورو اسیایي الاصله امریکایانو کې یو یې د نژادي او توکمپالنې له امله ربړول کیږي.

دا چې امریکا کې په پراخه کچه وسلې پلورل کیږي نو د ډزو او خپلمنځي وژنو لړۍ یې اوج ته رسېدلې او خلکو اوس د ټولنیز ژوند د نظم اعتماد له لاسه ورکړی دی، ویل کیږي په تېر یوه کال کې له ۴۱ زره او پنځه سوه زیات خلک د ډزو له امله وژل شوي دي، د اټکل له مخې هره ورځ له ۱۱۰ تنو ډېر د ډزو له امله ژوند بایلې او ۵۹۲ ړندو ډزو د امریکا امنیت له ستونزو سره مخ کړی دی.

د کورونا وایروس له امله امریکا کې په لسګونه میلونه کسان د وړیا درملنې له لېسته ایستل شوي او د دغه وایروس د نه کنټرولو له امله په دغه هیواد کې د فقر او بېکارۍ کچه له اټکل زیاته لوړه شوې ده.

په دغه راپور کې همدا راز لیکل شوي، د کورونا وایروس په وړاندې د مبارزې لپاره یو نړیوال اتحاد ته ضرورت و، خو بیا هم امریکا خپلو ګټو ته اولویت ورکړی، په نورو هیوادونو مغرضانه بندیزونه لګوي او د ملګرو ملتونو له نړیوالو قوانینو څخه ظالمانه سرغړونې کوي، امریکا په نړیواله سطحه د هیوادونو تر منځ کړکېچ ایجادوي او د دوی تر منځ نه هماهنګۍ ته لمن وهي.

Related posts