اپریل 23, 2021

د حوت د لسمې په ویاړ پرتمینه غونډه!

د حوت د لسمې په ویاړ پرتمینه غونډه!

لیکنه: سید عبد الرزاق

د حوت په لسمه د تاریخي تړون په ویاړ لومړۍ غونډه وشوه، یاده غونډه چې د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون له طرفه ترتیب سوې وه، د فرهنګي کمېسیون د مرستیال مولوي احمد الله ویثق له لوري په مقدماتي‌ او افتتاحیه وینا پیل شوه، نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: دا ورځ موږ څه په سوال او مفته نه ده موندلې، د دې ارمان لپاره موږ په زرګونو ځوانان نذرانه کړه، زندانونه او شکنجې مو تیرې کړې، په لکونو هیوادوال مو ټپيان، معیبوبین او بې کوره شوي دي، الله تعالی دې وکړي چې تر سره شوی تړون په خپل ځای پاته شي تر څو په نتیجه کې یې اسلامي ‌او خپلواک نظام زموږ په برخه شي.

په غونډه کې ګڼ شمېر جیدو علماوو، مخورو لیکوالانو، شاعرانو، خوږ ژبي نعت خوانانو او د اسلامي امارت لوړ پوړو اعضاوو ګډون کړی و، لیکوالانو په خپلو لیکنو کې د دوحې تاریخي تړون، د افغانستان په هکله له نورو تړونونو سره مقایسه کړ او د تېرو تړونونو او دوحې تړون ترمنځ یې تفاوت په ګوته کړ، یاده دې وي چې د افغانستان په هکله تېرو وختونو کې چې کوم تړونونه شوي زیاتره یې د هیواد په ټوټه کېدو او په خپلو دیني، اسلامي او افغاني عنعناتو ته په زیان رسېدو منتج شوي وي، چې له هماغه وخته تر اوسه یوازې د افغانانو لپاره نه بلکې دټول مسلمان ملت لپاره پېغور ګرځېدلي وي، خو د دوحې تړون یو داسې تړون دی، چي د دې هر څه نه پاک او په هر صورت د افغانیت او اسلامیت دواړو په ګټه دی، د غونډې مهم برخوال، ادیب او لیکوال او مشهور شاعر قاري عبدالستار سعید دا هم روښانه کړه، چې د یادو ګټو سره د دوحې تړون خپله د امریکایي جهت لپاره یوازېنۍ د عزت لاره ده، چي په قول یې د دې لارې د خپلولو او د تړون د عملي کولو نه پرته به امریکا یوازې یوې داسي لارې ته اړ کیږي چي هغه به د دوی باقیمانده حیثیت هم له منځه یوسي.

د غونډې یو بل برخوال او د حقیقت مجلې مدیر یو له هغه کسانو و، چې خپله مقاله یې په دري ژبه د غونډې ګډونوالو ته واروله، ښاغلي هروي که څه هم لیکلې مقاله وړاندې کوله ولي اسلوب یې د یو خوله ور او لوړ خطیب و، مقاله یې د مهمو ټکو سربېره د نوموړي په ښکلي انداز نوره هم وځلېده او په اورېدونکو کې یې احساسات راوپارول، ښاغلي هروي په خپله مقاله کې، د دوحې تړون اهمیت او حاجت، د تړون ګټې او د ماتېدو په صورت کې یې زیانونه د دواړه جهتونه لپاره خورا په نوي انداز په ګوته کړل او ورسره یې د اسلامي نظام راتګ، د مظلوم ملت آرمانونه، د ظلم او فساد لاملونه او مخنیوي لپاره یې حل لاري په تفصیل سره اورېدونکو ته ډالۍ کړې، د خپلې خوږې ولولې پر اساس ښاغلي هروي د ګډونوالو توجه ځان ته جلب او د حاضرینو څخه یې انعام تر لاسه کړ.

په غونډه کې په ځانګړې توګه د اسلامي امارت پخواني ویاند محترم مفتي لطیف الله حکیمي هم بیان وکړ، چې د دوحې تړون د اهمیت، د تړون د ورځي لمانځنه او د نه عملي کېدو خطرات یې مقابل لوري ته څرګند کړل، نوموړي چې خپلې خبرې یې د قرآنکریم په آیاتونو، نبوي احادیثو او د سلف صالحینو په اقوالو پوښلې د ځانګړتیا سبب وګرځېد او په لنډ وخت کي یې ډېر مهم جزئیات را وسپړل.

د غونډې یو بل مېلمه، د اسلامي امارت د رهبري شوری غړي او د دعوت و ارشاد کمېسیون مشر مولوي امیر خان متقي د غونډې ګډونوال په خپلو زرینو لورونو ونازول، ښاغلي متقي د دوحې د تړون د لاسلیک کېدو تر مخه د دې تړون لپاره د هلو ځلو تفصیل بیان کړ، هغه وویل چي موږ د تړونونو سابقه لرو خو هغه په زیاتره توګه له بدمرغۍ سره مخ شوي، ځکه نو اسلامي امارت د دوحې تړون لپاره ډېر په ځیرکتیا او باریک بیني سره هر ګام اوچتاوه، لومړی خو مذاکراتي ټیم خپل کوښښ کاوه، کله چې به مسئله سخته شوه نو به یې مشرتابه ته راجع کوله او کله چې به له شرعي اړخه کومه ستونزه راغله نو به یې د هیواد تکړه دیني علماوو او شیوخو ته راجع کوله، د دې تړون د چمتو کولو لپاره ملګرو ډېرې ستړیاوې تېرې کړي، شپې یې روڼې کړي، ځکه نو تړون هم الحمدلله داسې تاریخي تړون شو چې د یو ادنی مجاهد نه واخله تر مشرتابه هیڅ کوم فرد پرې هیڅ اعتراض نه دی کړی او نه کومه شرعي او ملي ستونزه پکي راغلې ده.

ښاغلي متقي وویل: ډېر خلک په موږ د اعتراض لپاره دا خبره کوي، چې امریکا خپله اقرار کوي چې په تېر کال کې د دوی هیڅ یو عسکر نه دی وژل سوی، خو که موږ غور وکو دا دپیغور او اعتراض خبره نه بلکې د فخر خبره ده، هغه دښمن چې موږ یې خپل کور کې هم حقداره نه بللو کله چي موږ وعده ورسره وکړه نو موږ د وعدې دومره ایفاء وکړه چې هماغه دښمن یې په اعتراف مجبور شو.

ښاغلي متقي دتړون نه عملي کېدو ته هم په اشارې سره وویل، چې د تړون نه عملي کېدل موږ ته زیان نه دی، ځکه یو خو زموږ له خوا غدر نه دی سوی الحمد لله، بل داچي زموږ پنځه زره بندیان خوشې سوي، اړیکي مو د نړیوالو سره ښې سوې او زموږ له وجې یو نړیواله اجماع رامنځته شوې ده.

ښاغلي متقي د کابل رژیم د خنډونو او مذاکراتو ته د نه ژمنتیا په تړاو وویل: اشرف غني وایي چې زه به واک هله پرېږدم چي انتخابات وسي، نو پوښتنه داده چې ته دیموکراسي او انتخاباتو پرېښودلو ته تیار نه یې تا مذاکرات ولې پیل کړي دي؟ امرالله صالح وایي چي د طالبانو بندیان دې اعدام سي، حمدالله محب وایي چې د تور لېست نه دې نومونه نه ویستل کیږی، بندیزونه دې لا نور هم زیات سي، آیا دا اوس د جوړ جاړي خبرې دي؟

ښاغلي متقي په آخر کي د فرهنګي کمېسیون له ملګرو مننه وکړه چې یو داسې شاهکاره پروګرام یې ترتیب کړی.

په دغه غونډه کې داسلامي امارت دتعلیم و تربیې او عالي تحصیلاتو د حوزې مسئول مولوي اسدالله هم خپله مقاله وړاندې کړه، چې د اشغال له وجې تعلیم ته څومره زیان رسېدلی؟ او د اشغال په سیوري کې د تعلیم موخه کوم لور ته روانه ده؟ ښاغلي اسدالله د اسلامي امارت له طرفه هیوادوالو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به د هیوادوالو د غوره تعلیم په اړه خپل وس و نه سپموي.

په غونډه کي د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر الحاج ملابرادر آخند غږیز پیغام هم خپور شو چې پکې یې د دوحې تړون اهمیت او د مقابل جانب په وار وار سرغړونو او د ډېرو بندونو د نه عملي کېدو ته اشاره شوې وه او په آخر کي یې د یاد تړون د عملي کېدو لپاره پر هغو ټولو هیوادونو غږ کړی و، چا چې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې شرکت کړی وو، چې هغوی په دې برخه کې خپل پوره مسئولیت اداء کړي.

دغونډې یوه مهمه وینا د اسلامي امارت د مرستیال مولوي محمدیعقوب صاحب وه چې په لیکلي بڼه د غونډي نطاق میرزا محمد شکیب ګډونوالو ته واوروله، چې سراسر د مهمو ټکو مظهر وه.

په غونډه کې پر دې سربېره سیاسي شنونکو، علمي څېرو، ګڼ شمېر شاعرانو او نعت خوانانو هم برخه اخیستې وه، چې له جملې یې نور احمد سعید (لیکوال او شنونکی)، مولوي امان الله مستغفر(تاند شاعر)، مولوي محمدعلي ذاکر(شاعر)، سید سبحاني آغا او قاري عبدالعزیز نوراني هم وو، چې د دوحې د تړون په هکله یې ګډونوال په خپلو زرینو تاندو زمزمو او شعرونو ونازول.

دغونډې په پای کې شیوخ کرامو هر اړخیزه دعاء وکړه او ورپسې د غونډې منتظمینو د ګډونوالو لپاره په زړه پورې غرمنۍ وړاندې کړه، د غونډې ټولو ګډونوالو هیله څرګنده کړه چې د دوحې تړون به دحدیبیې په شان د لویې فتحې سبب ګرځي او دوهمه غونډه به یې په داسې حال کې لمانځل کیږي، چې د اشغال تورتم ختم شوی وي او هیواد د ښکلي اسلامي نظام څخه برخمن وي.

ان شآء الله العزیز

Related posts