
مستغغر ګربز
زه چې لـه جنګه راشم ستړی شـم دمه کومه
د غـره لـه تـورو تـورو کـاڼـو سـره شپه کومه
د څڼو ګرد مې پاکوي څانګې د لمنځې په ناز
خوراک مې څه دی؟ په ګورګرو ګوزاره کومه
پر چا د مینې احسان نـه باروم څه یې کوم؟
پر خپلو مـاتـو مـاتـو هـېـلـو مـې تکیه کومه
زه مې له حاله د اسمان ستوري هـم نـه خبروم
د خپل محبوب سـره مـې پـټـه رابـطـه کومه
د قـوي عـزم او ایـمـان زغـره پـه تـن ګرځوم
د دین او خاورې پـه نـامـه باندې جګړه کومه
تـرخـو حـالاتـو ازمایلی یم ګـربـز مسـتـغـفـر!
نيمګري ژونـد تـه پـه ډاډه زړګي کیسه کومه