اپریل 23, 2021

د دوحې تړون؛ د افغانستان او امریکا امنیت تضمینولای شي

حافظ نور احمد سعید

د ۱۳۹۸ل، کال د کب پر ۱۰مه دوحه کې داسلامي امارت او امریکا ترمنځ دافغانستان د اشغال د خاتمې  تړون لاسلیک شو،د تړون د لاسلیک  مراسم د ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس، اروپایي ټولنې، چین، روسیې او دافغانستان د ګاونډیو هیوادونو داستازو او خارجه وزیرانو په حضور کې ترسره شول. د دوحې تړون څخه همدې هیوادونو او بنسټونو ملاتړ اعلان کړ او دایې دافغانستان د روانې کشالې د سوله ییز حل یوه ښه لار نقشه وبلله.

د افغانستان او امریکا د اړیکو پس منظر:

د امریکا او افغانستان دغیر رسمي روابطو پیل له ۱۸۲۸م، کال څخه شوی، څه باندې یوه پیړۍ افغانستان او امریکا په همدې شکل غیر رسمي اړیکي پالل، په یاده شوې  موده کې ګڼ امریکایي اتباع په بیلابیلو نومونو او دمختلفو موخو لپاره  افغانستان ته راغلي،جوزیاه هرلان لومړنی امریکایي دی چې دامیر دوست محمد خان په واکمنۍ کې افغانستان ته راغلی او دلته یې مختلفې دندې ترسره کړې دي.

په ۱۹۳۶ کال چې ظاهرشاه د افغانستان واکمن و،  افغانستان او امریکا رسمي او ډیپلوماټیکي اړیکې پیل کړي او تر دې مهاله له مختلفو پړاونو تېر شوي،کله یې مثبت اړخ غالب شوی او کله یې بیا منفي اغېزو افغانستان ته خورا درانه زیانونه اړولي دي. امریکاله افغانستان سره د رسمي سیاسي روابطو د پیل څخه وروسته د افغانستان د بیارغونې، آبیارۍ او زراعت په برخو کې ځینې لویې او وړې پروژې تطبیق کړې، لکه هلمند کې د کجکي بند او بغرا کانال جوړول، کندهار کې د دهلې بند او لویې ویالې برابرول او د کابل- کندهار د لویې لارې جوړول.

۱۹۷۹کال چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، امریکا د افغان ولس تر څنګ ودریده، شوروي تېری یې وغانده، دافغان ولس د جهاد ملاتړ یې وکړ او له مجاهدینو سره یې مالي او تسلیحاتي مرستې جاري وساتلې. خو شوروي چې ۱۹۸۹ کې ماته وخوړه او له افغانستانه یې پښې سپکې کړې، د افغانستان له قضیې سره د امریکا لېوالتیا کمه شوه.

د ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۶ پورې چې طالبانو کابل نیوه، د لیکوال په نظر  امریکا د یو ناظر او بې طرفه جهت په توګه افغانستان څاره، خو کله چې  طالبانو کابل ونیو، امریکا یو وار بیا متحرکه شوه، د افغانستان په قضیه کې مداخله شروع کړه، د طالبانو د مخالفینو سیاسي او اخلاقي ملاتړ یې پیل کړ، د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې یې د طالبانو پر حکومت سیاسي او اقتصادي بندیزونه ولګول او له مختلفو لارو یې په بیلابیلو پلمو د طالبانو حکومت تر ۲۰۰۱ کال پورې په انزوا کې وساته او د همدې کال د سپټمبر له پیښې وروسته یې پر افغانستان د پوځي تېري اعلان وکړ او د اکتوبر پر ۷مه امریکا او متحدینو یې زموږ پر ګران هیواد ظالمانه او وحشیانه یرغل و کړ.

پر افغانستان دامریکا یرغل لویه  اشتباه:

پر افغانستان دامریکا یرغل افغانستان او امریکا دواړو ته بې حسابه بشري،سیاسي او اقتصادي تاوانونه ورسول. د امریکا یرغل افغانستان او افغان ولس ته خورا درانه زیانونه واړول، په لکونو افغانان شهیدان، ټپیان او اسیران شول، عام المنفعه تاسیسات،مذهبي،تعلیمي او روغتیایي ادارې، کلي او بازارونه بمبار او ویجاړ شول، په نړیواله کچه افغانستان ادارې فساد کې جایزې وګټلې، اخلاقي فساد شرمونکي حالت ته ورسید، د مخدره موادو کر، قاچاق او تجارت اوج ته ورسید او د معتادینو شمېر تر دوه ملیونه اوښتی دی، قومي او سمتي توپیرونه راپورته کړل شول، د مقدساتو توهین تکرار شو،په افغان فرهنګ او عنعناتو ملنډې ووهل شوې، دملي اتلاتو د شخصیتونو او کارنامو د سپکاوي کمپاینونه ترسره شول  اوپه ټوله کې دافغانستان  پرمځکني او هوایې حریم د یرغلګرو ولکه، د ملي استقلال له منځه وړل او افغان مجاهد ولس د محکومیت په دایره کې را ایسارول د نمونې په ډول یادولا ی شو.

همداراز امریکا هم  د افغانستان په جګړه کې خیر نه دی لیدلی، په زرګونو امریکایي پوځیان ووژل شول، لسګونه زره ټپیان شول، په زرګونو محاربوي او ترانسپورتي نقیله وسایط یې له خاورو سره خاورې شول او په لکونو هغه بهرني عسکر چې افغانستان کې یې دندې ترسره کړې په رواني او نفسیاتي مهلکو ناروغیو مبتلاء شوي چې ځینو یې د همدې مریضیو له امله ځان وژنې هم ترسره کړې دي او امریکا دې جنګ کې تر یو ټریلیون ډیر ډالر یې مصرف کړي، خو ددې ټولو ځاني زیانونو او مالي مصارفو سربیره امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته ونه رسېده.

 امریکا داسلامي امارت پر ضد د پراخو پوځي- وحشیانه عملیاتو او دوامداره تبلیغاتو سره سره، سیاسي، مالي، مذهبي او ټولنیز فشارونه هم وارد کړل، هره ناروا وسیله او حربه یې وکاروله خو اسلامي امارت یې کمزوری نه کړ او د یرغل له اول کال څخه ورځ په ورځ د یرغل پر ضد ولسي پاڅون پراخ او پیاوړی شوی او د امریکا او کابل حکومت د واک ساحه محدوده شوې ده.

ډيره مهم لا داده چې دافغانستان جګړې امریکا ته پرځاني او مالي زیانونو سربیره نور تاوانونه هم ورسول، په نړیواله سطحه یې د امریکا حیثیت خراب کړ او د یکه تازۍ له نړیوال  قوت څخه یې د څو قطبي نړۍ سره مخامخ کړه.

امریکا له افغانانو سره  تر ۱۸ کلنې خونړۍ جګړې وروسته د ۲۰۲۰م،د فبروري په ۲۹ مه نیټه دوحه  کې له اسلامي امارت سره له افغانستانه د وتلو توافقنامه لاسلیک کړه چې مخکې هم اشاره ورته وشوه. د دوحې  تړون پر څلورو مهمو او ټاکونکو برخو مشتمل دی:

 امریکا او متحدین به یې د ۱۴میاشتو په جریان کې ټول عسکر، قراردایان او غیر ډپلوماټیک پرسونل له افغانستانه باسي.

اسلامي امارت به چاه ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دامریکا او متحدینو پر ضد یې وکاروي.

د بین الافغاني مذاکرات پیلیدل.

او دافغان جهتونو سره  د افغانستان د راتلونکي لپاره پر یوې سیاسي لار نقشې یا ټول شموله اسلامي حکومت هوکړه ترسره کیدل.

افغانستان او امریکا ته د دوحې د تړون ګټې:

 د دوحې د تړون تعمیل هم د افغانستان  په ګټه دی او هم د امریکا، ددې تړون په عملي کولو سره د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ختمیږي او له افغانستانه د امریکا امنیت ته د احتمالي خطر مخه نیول کیږي، امریکا چې د افغانستان په جنګ کې څومره بشري  او مالي زیانونه ګاللي او تر اوسه چې هره ورځ څومره مصارف ترسره  کوي، د دې ځاني او مالي تاوانانو مخنیوی د دوحې تړون کې نغښتی دی. د دوحې تړون په مراعاتولو سره امریکا کولای شي خپل بایللی حیثیت نسبتا اعاده کړي، له افغانستان سره ډیپلوماټیک روابط جاري وساتي او په افغانستان او سیمه کې تجارتي، زراعتي او انکشافي پروژې عملي او ګټه ترې ترلاسه کړي.

همداراز د دوحې تړون په پلي کیدو سره افغان ولس له ذکر شوو ناخوالو او کړاونو څخه خلاصیدای شي،د یو مظلوم ملت په حیث ملي استقلال ترلاسه کولای شي،له  ازاد ژوند، امنیت او عدالت څخه برخمن کیدای شي او د خپلې خوښي نظام جوړولا ی شي.

که د دوحې تړون عملي نشي!:

که امریکا د دوحې تړون نقض کړي،‍ جګړه به شدیده شي، افغانستان کې به دامریکا پر ملکي او نظامي تآسیساتو حملې زیاتې شي، ځاني تلفات او مالي مصارف به  یې زیات شي، د جګړې د جریان مسؤلیت به ورله غاړي وي او پام وړ داچې امریکا د دوحې د تړون له عملي کولو پرته بله لاره هم نه لري،که هر څومره پلمې او حربې وکاروي ، خو بالاخره به بیرته همدې تړون ته رجوع کوي او له همدې مسیره به تېریږي.

امریکا بار بار اعتراف کړی چې د افغانستان جنګ نشي ګټلای،هو دا یو واقعیت دی چې امریکا د افغانستان  جنګ نشي ګټلای، امریکا به یوه ورځ  خامخا له افغانستانه وځي، نو  کومه پریکړه چې سبا ترسره کوي، نن باید واقعیتونه ومني، حقایق درک کړي، له افغانستان خپل ټول عسکر وباسي او افغانان پریږدي چې په خپل هیواد کې دخپلې خوښي نظام جوړ کړي.

افغانان د خپل باغي او غیرتي فطرت له مخې په خپل هیواد کې پردي پوځونه او لاسپوڅي رژیمونه، نه زغمي،د دې ادعاء د ثبوت لپاره تېر شل کلونه یو ژوندی مثال دی. موږ اتیا کاله له انګریزي ښکېلاک سره مبارزه وکړه، خسته نه شولو او پای مو ازادي ترلاسه کړه، له شوروي اتحاد او داخلي کمونستانو سره مو ۱۴کاله جهاد وکړ او دا دی د امریکایي یرغل پر ضد مو مبارزه شلو کلونو ته رسیږي، خو له دې دومره اوږدو مبارزو سره سره د خپل دین او وطن له دفاع ستړي شوي نه یو، په همدې مبارزوویاړ و او په راتلونکي کې هم په ویاړ سره د خپلو ارزښتونو،خاورې، ګټو او….. ساتنې ته چمتو یو.

دا یو انکار نه منونکی واقعیت دی چې افغان ولس نه کوم هیواد تهدید کړی او نه یې هم د چاه حریم نقض کړی دی، خو هر مستکبر او طاغوت چې د دې ملت پر حریم تجاوز کړی، بیا یې نو له خپلو حقونو  په ډيره میړانه دفاع کړې او  یرغلګر قوتونه یې په مات سر او  ټیټو سترګو له خپل ویاړلي ټاټوبي شړلي دي.

اسلامي امارت؛ د افغان ولس واقعي استازی:

نړیوال مخصوصا امریکا باید، اسلامي امارت افغانستان کې پر نورو سیاسي او جهادي جریانونو قیاس نه کړي،ځکه اسلامي امارت بې پرتلې ولسي ملاتړ لري، په بل عبارت اسلامي امارت د ولسي پاڅون دوهم نوم دی، دولس په غوښتنه او ملاتړ یې پاټکسالارۍ او انارشۍ ته د پای ټکی کښېښاوه او له تېرو دوولسیزو راهیسې د یرغلګرو او لاسپوڅي رژیم پر وړاندې د ولسي جهادي بهیر مشري کوي.

نور زیاتره جریانونه موسمي او سمتي پاته شوي، خو اسلامي امارت د هیواد په سطحه هغه اسلامي- ملي تحریک دی چې مختلف قومونه او قشرونه  پکې په خدمت لګیا دي، له بدخشانه تر هلمنده، له ننګرهاره تر هراته او له بلخه تر خوسته ټول وروڼه قومونه داسلامي امارت په مشري د هیواد او دین ساتنې په مبارزه بوخت دي. نو بناء که هر هیواد او لوری له افغانستان سره  اړیکي جوړول او پالل غواړي، د اسلامي امارت له وجود او دخالت پرته پایښت نشي کولای، اسلامي امارت هغه یوازینی ولسي معتدل بنسټ دی چې کورنۍ کړنلاره او بهرنۍ تګلاره یې پر اعتدال بناء ده، پر سیاسي دوه مخۍ باور نه لري،قول یې له  عمل سره مطابق دی، غدر نه کوي او دمتقابلو جهتونو سره  توافقاتو ته ژمن دی.

پایله :

باور دا دی که امریکا د ۲۰۰۱ کال راهیسې جګړه ییزه پالیسې نه وای غوره کړې، په  نړۍ کې چې اوس د امریکا په وړاندې کوم اقتصادي، سیاسي او پوځي بلاکونه تشکیل شوي او د تکامل په حالت کې دي همدا به نه وای او امریکا به د اوسني وضعیت سره نه وای مواجه شوې. که فرضا امریکا د دوحې له تړونه په یوه او بله پلمه تیښته وکړې او ناکامې تجربې بیابیا تکرار کړې، د جګړې د دوام مسؤله به وي، نړیوال حیثیت او سیاسي دریځ به یې نور هم ټیټ شي او له دې وروسته به څوک  له امریکا سره سیاسي تعامل او جوړجاړي ته زړه نه نیسي.د دوحې تړون دافغانستان او امریکا د امنیت لپاره مثالي- امنیتي میثاق دی، په ټولو مادو یې باید د ټاکل شوي مهال ویش سره سم عمل وشي او د دې ګټور تړون په عملي کولو کې نور بایدځنډ رامنځته نشي، ځکه د همدې تړون تعطیل هم د امریکاپه زیان دی او هم د افغانستان د جګړې د دوام سبب دی.

یادونه: دغه مقاله د دوحې تړون د لومړۍ کلیزه په مناسبت جوړ شوي سمینار کې اورول شوې.

Related posts