جون 15, 2021

دایکندي:ګیزاب په جلاپېښوکې ۵تنه ګوډاګیانوته مرګ ژوبله اوښتي

وړمه شپه د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ اړوند د پاتو د زیارت بند سیمه کې د مزدور دښمن په موټر سایکل د ماین چاودنه تر سره شوه، موټر سایکل ویجاړ، یو تن شریر اربکی مرګونی ژوبل شو.
همداراز په یاده سیمه په پیاده مزدورو عسکرو چې پیښې سیمي ته راغلل یوه بله تکتیکي چاودنه ورباندي تر سره شوه چې یوتن عسکر ځای په ځای ووژل شو،
د یادونې ده چې تېره ورځ یو ځل بیا په هغو عسکرو چې د پیښې سیمه ته یې یو عراده رینجر موټر، د ګزمې په موخه راویستی چې ورباندي د خښ کړای شوي ماین قوي چاودنه تر سره شوه، رینجر بشپړ ویجاړ پکې سپرو مزدورو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته، د یادې پیښې څو شیبې وروسته په یاده سیمه کې د کوتل پر پله چریکي مجاهدینو په پیاده ولاړو ۳ تنو ګزمه کونکو عسکرو باندي د ویشتونکي ماین په مټ چاودنه تر سره کړه، چې یادو ۳ تنو عسکرو ته یې مرګ ژوبله واړول.
2021/3/3

Related posts