اپریل 23, 2021

کندهار: پنجوایي کې ددستاربندي په مراسمو ددښمن دهاوانونو په بریدکې ۳ماشومان شهیدان ۴ زخمیان شول

کندهار: پنجوایي کې ددستاربندي په مراسمو ددښمن دهاوانونو په بریدکې ۳ماشومان شهیدان ۴ زخمیان شول

د کـنـدهـار د ولایت د پنجوایي ولسوالۍ د ریګي په سیمه کي پرون ماسپښین ۳ بجې د تیرو کلونو په شان د حافظانو د دستار فضیلت په مناسبت یوه جلسه دائره شوي وه چي ناڅاپه د غرب اجیر او وحشي دښمن لخوا د هوانونو په مټ ورباندي بریدونه ترسره شول
ددښمن د برید له امله د جلسې ګډون وال ټول په تاخته او خوشحالي یي په غم بدله شوه.
دغه جلسه د مولوي قاسم صاحب چي مشهور په مولنا صاحب دی د نوموړي په مدرسه کي د کلونو کلونو څخه دا سلسله شروع وه هرکال لسګونه طالبانوته د فضیلت بګړی پکښي ور تړل کیږي.
دا نه کومه نوې جلسه وه او نه هم کوم مجاهد دلته وجود درلود داسلام دښمنانو د خپل وحشت او عداوت له مخې په یاده جلسه بریدونه ترسره کړل چي په پایله کې ۳ تنه تنکي ماشومان شهیدان او څلور تنه نور سخت زخمیان شول. .
انالله واناالیه راجعون

/۲۰۲۱/۳/۵/جمعه

Related posts