اپریل 23, 2021

د ترکیې د پوځي چورلکې د لوېدو پېښه کې د ډګروال په ګډون ۱۱ تنه مړه او ۲ تنه ټپیا شوي

د ترکیې د پوځي چورلکې د لوېدو پېښه کې د ډګروال په ګډون ۱۱ تنه مړه او ۲ تنه ټپیا شوي

د ترکیې د خبري رسنیو د راپورونو له مخې، تېره ورځ ماسپښین مهال د ترکیې یوې پوځي چورلکې سقوط کړی او ګڼ شمېر مرګ ژوبله یې را منځ ته کړې ده.

د مالوماتو له مخې، د ترکیې دغه پوځي چورلکه د بتلیس ولایت تاتوان ولسوالۍ په مربوطاتو کې را لوېدلې ده، په دې خونړۍ پېښه کې د ترکیې د پوځ اړوند د اتم قول اردو قومندان ډګروال عثمان ایرباش په ګډون ۱۱ تنه پوځیان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

تېره ورځ د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار او د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د پېښې ځای ته سفر کړی وو، د ترکیې ملي دفاع وزارت په لومړي سر کې ویلي وو، چې د پېښې له امله ۹ تنه مړه او ۴ تنه ټپیان شوي خو وروسته دوو تنو پوځیانو د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

ترکي رسنۍ وایي، دې پوځي چورلکې له بیګول ولایت څخه الوتنه پیل کړې وه او د بتلیس ولایت تاتوان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خرابې هوا له امله را لوېدلې.

تېره ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وژل شویو پوځیانو ته د رحمت، ټپیانو ته د صحت او د وژل شویو پوځیانو کورنیو او د ترکیې ملت ته د صبر دعاګانې غوښتي دي.

د یادونې وړ ده چې نن د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف، د اذربایجان د باندېنیو چارو وزیر جیهون بایرموف، د ناټو عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ، د قزاقستان ولسمشر قاسم جورمرد توقایوف، د ګرجستان ولسمشر، د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر، د سومالیې د عدلیې وزیر د اروپا او بهرنیو چارو وزیر او وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر د دې غمناکې پېښې له امله د تسلیت او خواخوږۍ پيغامونه د ترکیې ولسمشر او نورو لوړ رتبه مشرانو ته استولي دي.

Related posts