مې 09, 2021

زما خيال او د ستر فاتح ځوابونه

زما خيال او د ستر فاتح ځوابونه

نسيم زاده

د خيال مارغه مې خپل غبرګ وزرونه د الوت په تکل چمتو کړي وو، هغه ته په ذهن کې داسې ورګرځېدل چې د تېر برم او عزت په لټون کې به بيا د ښکلې فضاء په انګړ کې غوټې ووهي، د شاهين غوندې تېز او ځغلنده نظر به يې هر څه له ورايه ورته په نښه کړي، ګومان يې دا وو چې د هسـکو غرونو تر څوکو او د ژورو درو تر تله پورې په خورا ډاډمن او خوشحاله زړه مزل کولای شي، د بغاوت لمبو يې د زړه په ماڼۍ کې خورا نوى پاڅون انځور کړى و، تلوسه يې ګړۍ پـه ګړۍ ډېرېده، داسې ښکارېده لکه څوک چې د کلونو له فراق زغملو وروسته تازه د وصال مړوند موندلى وي، خپل له انده يې ځان يوازې نه باله ګومان يې کوى چې د پخوا په څېر به ډېر ده ته ورته او د ده په بڼه ملګري هم پر يوې او بلې خوا خپل وزرونه د پسرلي په ملایم نسيم کې ورسره وغوړوي، تېره مستي يې شېبه په شېبه ځوانيدله.

هوکې! د پخوانيو ملګرو د خوږو خنداګانو، خوشحالیو او ټوکو انځورونه يې د زړه پر تخته ترسیمول، خپل د تېرې او زړې ځوانۍ ړندې سترګې يې د بغاوت او غرور پـه رنجو تورې کړې، ځان يې د پامير، سپين غر او هماليا وه هغو لوړو څوکو ته پورته کړ چې د ترمذ، بلخ، بخارا، سمرقند او قاشغر د صنعت، پرمختګ او علـم ډيوې يې پر خپـلو سينو بلې ساتلې وې، د مراکش او غرناطې لور ته يې د پرواز هڅـه وکړه، اندلس او قسطنطنيـه ورپه ياد سوه، د طارق بن زياد، محمد بن قاسم او بدر بن مغيره مزارونه يې لټول.

خيال مې د شاهين درې ته د کوزېدو په موخې ډېر زيات راټيټ سو، د ګڼو ونو تر تېرېدو وروسته د اسلام د سرښيندلېو مجاهدينو د زړې کلا پر هغه ديوالونو کښېنستى چې اوس حتى د لرغوني آثارو په سترګه لا نه ورته کتل کيږي، د کلا په انګړ کې خورا د برم او پت دلائل تر سترګو کېدل، د اندلس د ستر او هېر شوي مجاهد بدر بن مغيره روح تر اوسه لا خپل د زړې کلا پر ديوالونو د جهاد او فداکارۍ مينه ماتوله.

ما له سلام وړاندې کولو وروسته په پوره ادب او درنښت ورته وويل: د اسلام نومياليه! ستا د مېړانې او غيرت کيسو زموږ تاريخ تر اوسه لا زرين ساتلى دى او ته هغه څوک يې چې د صليب داړې دې ورماتې کړي خو اوس موږ د دوهم ابو عبدالله سره ډغرې وهو، هغه ابوعبدالله چې ستا د جهاد پر مهال يې ځان د فرديناند آله ګرځولى وه او غرناطه يې صليبيانو ته پريښوده، زموږ په هيواد کې اوس دوهم ابوعبدالله واکمنۍ ته رسېدلى دى، چې د اسلامي مقدساتو په ارزښت هيڅ نه پوهيږي، په هغه کې اسلامي ولوله نه ليدل کيږي او دښمنان يې د آلې په ډول کاروي.

د هغه وياړمن روح د مرګونې چوپتيـا وروسته ځواب راغبرګ کړ او ويې ويل: خو زه وايم په دغه ملي جرم کې تاسو هم له هغه سره شريکان ياست، ستاسو بى حسې او مجرمانه غفلت د دې سبب شوی چې هيواد مو د داسې چا په لاس کښيوت چې د يرغلګرو ځواکونو په لاسونو کې يوه نانځکه ده.

ما د شرم له امله خپل سر ښکته کړ، خو هغه خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ويل يې: د يوه قوم واکمن د هغه قوم د کړو وړو هنداره ده، که تاسو واياست چې زموږ د هيواد ولسمشر بې حسه دى؛ نو بيا د هغه قوم پـه اړه څه پرېکړه کوى چې داسې بې حسه انسان يې د خپل ولسمشر په حيث منلى دى؟

زما له انده ستاسو واکمن ناسور زخم ته ورته دى او د ناسور زخم هغه وخت په وجود کې وده کوي چې د انسان د وجود وينه خرابه سي، تر څو تاسو په خپل بدن کې سپېڅلې او پاکه وينه نه وي موندلې؛ دا ناروغى به هيڅکله له تاسو څخه لاس وانخلي.

ما د احتجاج په بڼه ورته وويل: د اسلام نوميالى مجاهده! ولسمشر د هيواد واګي زموږ له خوښې پرته په لاس کې اخيستي دي نو تاسو ولې موږ ورسره ملامت بولئ؟ په موسکا سو او راته يې وويل: د برباد سویو ولسونو تر ټولو غمجنه ځانګړتيا دا وي چې د خپـلو ټولنيزو مسئوليتونو پړه او مسئوليت د کوم نا اهل انسان پر اوږو ور اچوي، د ټولنيزو ستونزو په دوران کې د انسان ژوند هغه وخت ارزښت موندلای سي چې مرګ يې د عزت وه لور ته ټېل وهي، هغه بې غيرته چې په هنداره کې خپلې څېرې ته نشي کتلاى، نو هغه هيڅ کله د آزادۍ او استقلال په خوند نه پوهيږي، ځکه د کرغېړن حالت په ليدلو ځان د مقابلې پر ځاى وه تسليمۍ ته چمتو کوي.

ما ورغبرګه کړه: خو د جګړې پلويان ځکه تسليمي غوره بولي چې د هغوى له انده په داسې وختونو کې قرباني بې هدفه تماميږي او معلومې پايلې نه لري.

له ترخې موسکا وروسته يې شونډان بيا وه خبرو ته چمتو کړه او ويې ويل: که ژوند رښتيا هم بې هدفه سي نـو اوږدېدل يې څه معنى لرى؟ هغه وخت چې په ټوله اندلس کې يواځې درې زره مسلمانان د اسلامى برم ساتلو په نيت زما سره د شاهين درې ته راغله نو خلکو دغه خبرې کولې چې زيارونه او قربانۍ به مو د دومره ستر واک په مقابل کې بې هدفه وي، خو زما زړه بل څه ويل، زما له انده د برم او عزت ساتلو لپاره قرباني خپله لوی هدف دى، چې بې حسه کسان يې هيڅ کله له مفهوم څخه خوند نه سي اخيستلای نو ځکه هغوی ته مبارزه بې هدفه ښکاريږي.

د نورو پوښتنو لپاره مې ځان چمتو کوى چې راته يې وويل: الله دې مل سه زه ولاړم.

Related posts