مې 09, 2021

په خوست او ځينو نور ولایتونو کې د کابل ادارې د وحشتونو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په خوست او ځينو نور ولایتونو کې د کابل ادارې د وحشتونو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

له تیرو څو ورځو راهیسې د کابل ادارې د ضربتيانو په نامه عسکرو د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې د عامو خلکو په کورونو او د مکتب په نوم بازار باندې عملیات پيل کړي دي.
د معلوماتو په اساس په دغو عملیاتو کې د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو الوتکې هم مرسته ورسره کوي چې لاندې د خلکو کورونه بمباروي او خلک وژني.
د هغو معلوماتو په اساس چې تر اوسه پورې له سیمې څخه تر لاسه شوي، په دغو عملیاتو او جنایاتو کې نیږدې شل تنه ملکي هیوادوال چې اکثره یې ماشومان اوښځې دي، په کورونو کې شهیدان شوي، ګڼ شمیر نور ټپيان دي.
لسګونه کورونه، دوکانونه او هټۍ له منځه وړل شوي او د خلکو د کورونو اموال چور شوي دي.
همدا ډول د هلمند د ښوراب شرق ته د تامنیانو په نامه سیمه او بادغیس مقر ولسوالۍ ترکیو سیمه او ځینو نورو ولایتونو کې هم د مزدور دښمن وحشي کمانډويي عسکر د خلکو په وړاندې په عملیاتو بوخت دي، چې دعامو خلکو سلګونه کورونه يې نړولي، ګڼ خلک يې شهیدان او ټپيان کړي، او ډير نور خلک يې د خپلو کورونو پريښودلو ته اړ کړي، چې موږ په دې اړه وخت په وخت مستند راپورونه هم خپاره او له رسنیو سره شریک کړي دي.
اسلامي امارت د دښمن لخوا دا ډول وحشت او د عامو خلکو وژل په ترټولو سختو ټکو غندي، دغه وحشت د کابل ادارې د ظلم او جنایت ښه بیلګه بولي او ژمنه کوي چې له جنایتکارانو څخه به د خپل مظلوم ولس غچ اخیستل کیږي.
همدا ډول موږ په نړیوالو حقوقي او بشري نهادونو هم غږ کوو چې د دغو وحشتونو، وژنو او ځورونو په وړاندې خپل موقف ښکاره او مسئولیت پرځای کړي.
په ځانګړې ډول یوناما چې د ملکي تلفاتو په اړه همیشه په غلطو معلوماتوولاړ راپورونه خپروي، نن باید خپل مسئولیت درک کړي او د ملکي وژنو ريښتونی راپور ثبت او خپور کړي.
ورسره د هیواد رسنۍ هم باید په دې مظلوم ولس باندې زړه وسوزوي، د ملکي خلکو له وژلو پرده پورته کړي، موږ سیموته د ورتګ زمینه ورته برابروو، باید ورشي او له سیمو څخه مستند راپورونه ترتیب او نشر کړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۵/۸/۱۴۴۲هـ ش ــ
۸/۱/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/3/28م

Related posts