مې 09, 2021

ليکوالانو او شاعرانو ته!

ليکوالانو او شاعرانو ته!

نسيم زاده

دا خو جوته خبره ده چې د هرې ټولنې په ترکيب کې بېلا بېلې مسلکي او غيرمسلکي ډلې او ګروپونه ونډه لري، هره ډله د خپلې ټولنې په بريا او ماتې کې د خپـل مسئوليت په اندازه پړه په غاړه لري، خو د مسٶليت په تله تلل شوې ځينې ډلې ځکه د خپلې ټولنې په ناکامۍ کې ډېرى د ملامتیا وړ ګڼل کيږي چې هغوى کولاې شوه په خپلو لارښوونو سره د ولس مړاوې هيلې را ژوندۍ کړي، د پاڅون او انقلاب سپېڅلى روح ورته ډالۍ کړي، تور ته د تور او سپين تـه د سپين په نظر وګوري، خو بيا يې هم د خپل مسئوليت په ترسره کولو کې سستي کړي وي او د ولس د تګ مسير يې نه وي ور په ګوته کړى.

دا چې هره ډله څه مسئوليتونه لري بېله خبره ده په هغه اړه څه نشم ویلای خو د ليکوالانو او شاعرانو وروڼو له مخاطب ګرځولو وروسته مې يواځې څـو کرښي د هغوى د لا بريا، پرمختګ او مسئوليت ته د پوره پاملرنې په هيله ليکلي دي، تر څو وکولای شم د خپل بڼ له بلبلانو سره د هغوى پـه نرمې او خورا زړورې ژبې د رازونو په نړۍ کې څه ګړۍ همغږى شم، د هغوی تر څنګ خوږمن زړه ډاډمن او اوښلنې سترګې خوشاله کړم.

زه خپلو ليکوالانو او شاعرانو وروڼـو ته د څه کولو او نه کولو په تړاو هيڅ کله امر نه شم کولای ځکه امر کول خو د آمر د مقام لويي غواړي خو دا د هغوی حق ګڼم چې د خپلو خوښیو سره سم آزاد، خپلواک او له برياو ډک ژوند ولري، تور ته تور او سپين ته سپين ووايې، د خپل استعداد او پياوړتيا په کارولو سره د ټولنې په بې ساه کالبد کې د نوي ژوندون له خوښیو ډکه اروا پو کړي.

کيدای شي په داسې حساس پړاو کې ډېری خلک د شاعرانو او ليکوالانو په جامه کې راڅرګند شي او د هغوې د نومونو څخه په ګټې اخيستنې سره د هنر پر رباب خپلې ګوتې وه آزمايي خو د قلم تقوٰى هغه ځانګړتيا ده چې له بده مرغه زموږ د ټولنې ډيری ليکوالان او شاعران ورڅخه بې برخه دي.

هغه کسان چې رښتيا خپل د قلم وه تقوٰى ته ژمن پاتې شوي دي د هغوې په شعر او ليکنه کې هر توری او ټکی څو ځله د وينو د ګلابو په عطرونو، د آرمان پـه سړو اسوېلیو، د درد پـه زګيرویو او د اوښکو په باران لمبيږي او بېرته ځان د غزل، نظم، قصيدې، مثنوي، نثر او ليکنې په بڼه راپورته کوي.

دا خبره به شاعرانو ته د غور وړ وي چې کله په يوه قوم کې د ژوندي پاتې کېدو وړتيا له منځه ځي نو د هغوى شعر او ادب هغوی ته د ترياکو کار ورکوي، د ژونديو ولسونو شاعران او ليکوالان د خپل ولس لپاره د پرمختګ د لارې بل مشالونه شي او د دوى وينا کله نا کله په مړو کې د ژوندو ساه پوکي.

خو هغه خيرن لاسونه چې د ولس پر مرى يې د مرګ چاړه راکش کړې وي په پاکو او پرېيلو لاسونو تعبيرول، ولس وژونکو ته د ولس پالنې افتخار وربښل او د هغوى په وياړ ځانونه ستړى کول، داسې ستر خيانتونه او جنايتونه بلل کيږي چې د ادب له سپينې لمنې به هيڅ کله دا تور داغونه د پرې مينځلو وړتيا و نه لري.

د سوکالۍ، ډاډ او هوساينې پر مهال که چېرې ولسونه د لطيفو علومو سره مينه او ليوالتيا ولري دا به د خپګان وړ خبره نه وي؛ خو په داسې وخت کې چې د تباهۍ او بربادۍ اور د هيواد وه لمن ته رارسېدلى وي د رباب، کباب، نرۍ ملا، غټو سترګو او تورو زلفانو سره مينه او ستاينه ناپوهي او حماقت بلل کيږي چې د ادب لارويان به هرو مرو ورڅخه ډډه کوي.

ډېری داسې ليکوالان به وي چې د ډېرې پياوړتيا، غښتلي قلم او اغيزمنې ژبې واک به يې هر څه ته بدلون وربښلای شي، خو د ليکوالۍ د اصولو په نه ساتلو به څوک د ده ليکنه يواځې د انتقاد په نيت څيړي دا ځکه چې ده په خپلو ليکنو کې د قلم تقوٰى نه ده ساتلې، نو ليکنه، شعر او نظم زما له انده هغه وخت د ويلو په سپول اوبدل کيږي چې د ليکوال او شاعر قلم يې د تقوٰى حد ساتلى وي.

Related posts