مې 09, 2021

شهيد منار !!

شهيد منار !!

أبو إحسان عامر

لونګ دي که زلمي د جنګ قطار کوي خوشبو.
د پلو نښې یې پاتي پر دې لار کوي خوشبو.

د مینې او ایثار یو لوی جهان دلته ویده دی.
چې اوس یې خړې خاورې د مزار کوي خوشبو

يوه شهيد طالب پرې اخیري سلګۍ وهلې.
په وينو ګلګون کاڼې لکه یار کوي خوشبو

دا زړۀ د خدای د پاکې مينې کور وو چې ټوټې يې.
وريتې شوې د بارودو په انګار کوي خوشبو.

وسیوري ته یې زما د سترګو تور ګړی دمه وو.
دا ځکه د بر کلي دنګ چنار کوي خوشبو.

قرآن، مسجد امام او زده کوونکي شهيدان دي.
محراب په وينو سور شهيد منار کوي خوشبو.

خلیل د زمانې ترې د بري ګلونه وړي.
سکروټې او انګار لکه نګار کوي خوشبو.

عامره! چې پر پلونو د خبیب یو ورختلي.
نو خود به تر قیامته هغه دار کوي خوشبو.

نېټه: د جمعې مبارکه ورځ مازیګری.
۱۹/۸/۱۴۴۲هـ ق
۱۳/۱/۱۴۰۰هـ ش ــ

Related posts