مې 09, 2021

د خپلو دوو تنکیو زلموټو شهیدانو وروڼو له ویاړونو ډک ژوند ته کتنه

د خپلو دوو تنکیو زلموټو شهیدانو وروڼو له ویاړونو ډک ژوند ته کتنه

قاري رحمت الله ضعیف
هغو ځوانانو ته چې د خپل مستقبل لپاره اندیښمن؛ خو د لاس تر زنې کینستلو پرځای له حوادثو سره د ټکر اراده او همت لري، هغو تنکیو زلمیانو ته چې جذبې لري، همت لري، هغو غیرتي مظلومانو ته چې د وطن او پر وطن د سرلوړي ژوندانه ارمانجن دي، هغو زلمو ته چې حریت، آزادي او خپلواکي یې د زړه هیله او د ضمیر ارزو ده، هغو اتلانو ته چې د غلامۍ تر زر کاله ژوند د خپلواکۍ یوه ورځ ورته زیات ارزښت لري، هغو پرګنو ته چې له مهده تر لحده د خپل ایماني غیرت او میړانې په سکونو د دین،ننګ او ناموس د استعمارګرو غلیمانو د کرغیړنو خولو د ماتولو په تکل د ژوند هره شیبه سرګردانه او لا لهاند تیر وې؛ همدغو توریالو زلمو ته هغه نورسه ځوان شهیدان ور پیزنم چې د ورک سباون په تمه د تور تمونو په ښار کې د یوې تتې وړانګې د خپلولو په تکل یې خپل هسک سرونه داو او ځار کړل، دا د یوویشتمې پیړۍ هغه تنکی زمری و چې یو پټ غلي احساس پرېنښودل تر څو د ارام او سکون ساه واخلي ، همدې مرموز احساس تل د دغو پتنګانو خام بدنونه په الهې بله شمعه کړل، تر دې چې کباب یې کړل، دغو اتلو شهیدانو به د حال په زبه دا شعر زمزمه کول:
«یو پټ غلی احساس دی چې ارام مو نه پرېږدي، په اور مو کړوي لکه چې خام مو نه پرېږدي»
د دې میړنو له قطاره لومړی د شهید سعید ملا سید احمد جان«اسرار» د ژوند په حالاتو درسره غږیږم!:
«زوکړه یي»: شهید ملا سید احمد «اسرار» د خیر محمد اکا زوی د عبدالرحیم بابا لمسی له نن څخه «۲۸» کاله وړاندې، په سپوږ میز۱۴۱۶کال کې چې له لمریز۱۳۷۳سره برابره وه د غزني ولایت قره باغ ولسوالي د شیرادین خیلو په نوم کلي کې په یوه دین دوسته او جهاد پاله کورنۍ کې د خپل کور په غولي دې نړۍ ته سترګې پرانستلې، د الله جل جلاله د وحدانیت، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت او د اسلام د سپیڅلي دین د متابعت درس يې د خپلې مهربانې مور د غیږې له مدرسې څخه په رګونو کې وڅیښل، کله چې یې په خبرو پیل وکړ، همدا درس خپل نیک پلار په مغزوکې ور محلول کړ.

«زده کړي»:اسرار جان لومړنۍ زده کړي خپل کلي ته نزدې د سیمې د مشهور جید عالم الحاج مولوي محمدعمر«ابوادریس» صاحب په مدرسه جامعه تعلیم القرآن والحدیث کې دخپل ورور مولوي محمد اکبرڅخه ترسره کړې دي. د کورنۍ دمالي ستونزو اوپه دنیوې کارونو د بوختیا له امله یې زده کړې نیمګړې پاته سوې.

«اخلاق» اسرارجان د ښو اخلاقو نمونه ؤ،همدا وجه وه چې په مورکۍ او ټولو وروڼو او خویندو ډیر زیات ګران ؤ، مورکۍ به له ډیره نازه: سرُو«سره زر» باله.ورین تندی،نرۍ مسکا،متبسمه څیره په هرحالت کې ور سره مل وه، دهرمشرغوصه او نصیحت ته یې د شونډو په نرۍ مسکا ځواب ویل.اسرارجان چې په کومه سیمه کې د فرد یاسرګروپ په صفت جهادي خدمت کړی: دهغې سیمې اوسیدونکي او دګروپ ملګري یې د ښې ګزارې،حسنه خویونو او بي ساري ادب کیسې کوي.

«جهادي جذبه» اسرارجان سره له دې چې دکورنۍ خدمت او دهغوی لپاره دنفقې پیداکولومسئولیت یې په غاړه ؤ؛خو له جهادسره دزیاتې مینې په وجه یې دا هرڅه شاته پرېښودل،له اتل شهیدحافظ مولوي نصیراحمد«خباب» او دهغه له معاون مولويصاحب محمدخلیل«شریف»{تقبلهماالله} سره یې شناخت اوملګري پیل کړه،او دژوندتراخیرنۍ سلګۍ پورې یې کله دفرد اوکله هم دسرګروف په صفت له دغه سپینوشخصیتونوسره دغه سپیڅلي ملګرتیا تړلې وساتله .اسرارجان له رب.جل جلاله. او د اسلام له سپیڅلي دین سره ډیرمخلص ؤ، دنوموړي د اخلاص لویه نښه داوه چې مریض ؤ، د یَنې«اِینې»عملیات مو ور وکړل، له روغتون څخه کورته راغلو یوه اونۍ وروسته بیرته ډاکترته د زخم او عملیاتو د ټکونو دپرېکولو لپاره ورغلو،ټکان مو پریکړل ډاکترورته د پرهیزتوصیه کوله ماورته وویل: ډاکترصاحب اسرارجان وطن ته کورته ځي زه ورته وایم مه ځه چې لیږ ښه سې بیابه ولا ړسئ، خودَی نه پاته کیږې، ډاکترهم زماخبره تائدکړه ورته وې ویل مه ځه، خواسرارجان په ځواب کې ورته وویل ډاکتر صاحب! په موټرسیکل به سپریږم تاوان خو نکوئ؟ ډاکترورته وخندل، ماورته ویل: ډاکترصاحب دَي مجاهد ده ګروپ ته یې تلوارده،پدغه حال کې مي لیږپه تونده لهجه ورته وویل: دا ته څنګه سړی یئ زه او ډاکتر دپرهیزخبري درته کوو ته پرموټرسیکل سپریږئ! اسرارجان زماغوصه او دډاکترخبره په نرۍ مسکاځواب کړه، ډاکترماته مخ راواړول وای:قاري صاحب مه یې کوه د ده داسې شه د مؤمن رنګ ده.ترشهادت څوشپې مخکې دریم ځل کوټي «کوئټې» ته دتداوې لپاره راغلی ؤ،کله چې موله ډاکتره دواء را واخیستله کورته راغلو،راته ویل یې:اغا! زه به سهارکورته روان سم! ما چې هرڅومره زارۍ اومنت ورته وکړ:چې پاته سه دا دوا وخوره لیږبه ښه سې اوس خوراغلی یې او د ګروپ نوبت دې هم تیرکړی ده،بس له لیږخاموشې اومسکاوروسته به یې راته وویل: نه ولاړبه سم دواء به دورې وخورم .لنډه داچې ولاړ او دا مو وروستی دیدن وو.

«زخمي کیدل» اسرار جان د جهاد له پیل نه بیا د شهادت ترورځې په ډیروغټو او وړوجنګونوکې ګډون کړی،د دې جهادي خدمتونو په جریان کې ترشهادت مخکې دوه ځله ټپې شو:یوځل دقره باغ ولسوالۍ د«خونیانوکلی» کې ،دوهم ځل دریګچې په نوم قرارګاه باندې د ځپونکی بریدپه ترڅ کې.

«شهادت» ۱۴۴۰ سپوږمیزکال د روزې مبارکه میاشت وه د هفتې ورځ وه،غالبا یوه بجه وه مولوی صاحب نوید او مولوی صاحب عابر مي کورته را غوښتي وو،دمجاهدینولپاره یوې خوا ته په اعانه«چنده» پسې تلو،مولوي نویدصاحب ترعابرصاحب مخکې راغی دخبروپه جریان کې یي راته وویل: قاریصاحب! چې دچاخپلوان شهیدان سې یاخپله شهیدسې ډیرخوندبه کوې؟ماورته ویل:مابه هروخت خپل والد ماجدته ویل:موږچې له ملګروسره په ګروپ کې ولاړسوو ته ولي خفه کیږئ او ولئ خوشکې کوئ!؟ الحمدلله یوولس زامن لرئ یو خو په زکات کې هم درباندې فرض ده چې دالله تعالی په لاره کې یې قربان کړئ! نوید مولوی صاحب وویل ستاقبله ګاه صاحب د زامنو زکات نده ورکړی؟ ماورته وویل: نه کله یې ورکول،درې څلور وروڼه موبندیان او زخمیان سوو،شهیدخویوهم نسته! مولويصاحب نویدوویل: تاته داخبره خونددرکوئ چې دوروڼوزکات دې ووزي؟ ماورته کړه: هو ولي نه!نوموړي راته وویل نوستاوالد دزامنوزکات ایستلی ته نه یې خبر!ماوویل:کله کومه ده!نویدصاحب وویل: بس نو اسرارجان شهید سوی!ما د استرجاع کلمه وویله،دې وخت کې عابرصاحب هم را ورسید دوی دواړو دتسلیت الفاظ وړاندې کړل، لږوروسته مي ورورټلیفون راته وکړداسرارجان دشهادت مبارکې مویوبل ته وویله،مادمورکۍ دحال پوښتنه ځینې وکړه،ورور وویل داده خپله خبردرسره کوي،مورکۍ ډیرپه دلاورې غږراوکړمبارکې او تسلې یې راته وویله،ما هم په جواب کې دتسلیت مراتب وړاندې کړل،د مورکۍ زړورتوب مي ډیرخوند راکړپه شکرانه کې مي له سترګوداوښکوباران پیل سو،تردې چې ملګرو راغږکړقاري صیب څه کوئ!؟ ماوېل دمورکۍ ټلیفون ده. له عبیده وروره مي پوښتنه وکړه!اسرارجان:کله،څنګه او چیرې شهیدسو؟ هغه د اسرارجان د ملګري له خولې داسې کیسه راته وکړه:دروزې مبارکې میاشتې څلورمه دپنجشنبې ورځ؛چې شپې ته جمعه وه،اسرارجان له خپل ګروپ سره ولسوالي ته نزدې دملاخیلوکلي په مسجدکې اړولې ؤ،تقریبًامازدیګرنزدې ؤ،ما فاتح عمرته یې ویل راځه مهر وردارته ځو دڅه کارلپاره.بس دواړه روان سوو. په لاره کې د میر صاحب «رحمه الله» زیارت ته چې نږدې شو د دښمن له کمین سره مخ شوو په موږ یې پیرونه پیل کړل موږ له موټرسائیکله ورته ښکته سوو،جنګ شروع سو.لیږ وروسته د اسرارجان کلاشینکوف بند سو، او ورسره هَم مَهاله په ثقیل ولګیدو په ځمکه راپریوت دوه ځله یې سلګۍ ووهلې نور یې روح خپل حقیقې مالک ته وسپارله.له ما سره کلا شینکوف ؤ خوچانټه راسره نه وه.
نوموړی تنکی زمری کیسه کوي؛چې کله مې د خپل کلاشینکوف مرمۍ پردښمن خلاصې کړې نو مي اسرارجان ته ورمنډه کړه دهغه له چانټې مي جاغور«شاجورونه» را اخیستل او ترماښامه پورې مې مقاومت وکړ. وروسته نورملګري را ورسیدل کمین مات سو. خو اسرارجان په مباركه مياشت، مبارکه شپه او دالله تعالی په لاره کې روزه په خوله په مظلومو وینولړلی دشهیدپه ویاړلي نوم د «۲۶»کالو په عمرله دنیارخصت سو،الله تعالی ته امیداوتمنالروچې قبول سوی به وي.نحسبه کذالک والله حسیبه.روح یې ښاد،یادي تل،لاریې له لارویوډکه.

«مدنې حالت» اسرار جان متأهل «ودګنی» ؤ، څلورکاله یې د واده سوې ؤ خو اولاد یې نه ده پیدا سوی.
پدرنښت..

ما لا ګل بوی کړی نه و بهار تیر سو

شهید سعید ملا عتیق الله جان «ابودجانه» در پیزنم

«زوکړه یې» زلموټی شهید ملا عتیق الله جان «ابودجانه» د مرحوم خیر محمد اکازوی د عبدالرحیم بابا لمسی د غزني ولایت قره باغ ولسوالي د شیرادینخیلوکلي اوسیدونکی له نن څخه «۲۶»کاله وړاندې په «۱۴۱۸» سپومیزکال کې چې له «۱۳۷۵» لمریزکال سره سمون خوري.په یوه دین مینه ،علم دوسته کورنۍ کې دې فانې نړۍ ته سترګې رڼې کړې، د الله.جل جلاله. د وحدانیت، درسول الله.صلی الله علیه وسلم. درسالت او داسلام دسپیڅلي دین دمتابعت درس يې دخپلې مهربانې مورجانې د اللهُ: «اَلَلُو لَلُو» له غږه اوفطرته زده کړ.

«زده کړي» ابودجانه جان په لومړي ځل دشیراندړوکلي دمشهورنامتوعالم مولوي محمدعمر «ابوادریس»په مدرسه جامعه تعلیم القرآن والحدیث کې له الف – با-قاعدې څخه خپلي زده کړي پخپل ورورمولوي محمداکبرپیل اوبیاپه هیواداوګاونډي هیوادپاکستان کې په بیلابیلو مدرسو اوحجروکې پرافغاني مشهوروسیمه ایزو استاذانویې دتکمیل تردرجې سبقونه وویل، نور ژوندورسره یاري ونکړه دپګړۍ ارمان یې قبرته له ځانه سره یو وړل،ابودجانه جان دشیرله مدرسې وروسته دڅه وخت لپاره له خپل بل ورورمولوي آدم خان«عتیق»سره دکشته للیزو دکلي په مسجد، بیادڅه وخت لپاره له قاري مولوي عبدالستار«سیرت» صاحب سره، په ۲۰۰۹کال خروټ اباد، په۲۰۱۷ کې د کچلاغ په نورالمدارس کې طالب ؤ، په ۱۴۴۰کال کې په احسن المدارس مدرسه کې یې د غزني دآب بندولسوالۍ له نامتوعالم ګل حسن صاحب«دامت برکاتهم» سره شاګرد ؤ.همدایې له فانې نړۍ اوعلمې مور وروستی کال ؤ، پدغه کال یې هم کتابونه په نیمی کې پریښودل معسکرته ولاړ.

«اخلاق» ابودجانه جان الله جل جلاله په دنګه نرۍ،  چسته، بیداره ځوانۍ، له خندا ډکه خوله، خوشحاله تبعت، زړورتیا، اخلاص او ښواخلاقو نازولی ؤ،دمشرورور د اولاد سره سره ابودجانه جان زموږ د کور د ناز او ساترۍ کوچنی ماشوم ؤ؛ ځکه به نو تر اوسه پورې د کور ټولو نارینه او زنانه وو له نازه عتیق الله جان بلل او په ټولو ګران هم ؤ.

«جهادي مینه» دا طبعي ده چې هرزوی په ټول کورکې یواځي خپلي مورکۍ ته دزړه د رازونوغوټه سپړې،خاص بیاچې هوښیار او ترټولوکشیراو وروستنی وي،ابودجانه جان زموږکشرورورکی ؤ،داچې لله الحمدکورمودعلم اوجهادسره دمینې کورده ابودجانه جان هم دزده کړوسره زیاته مینه لرله، او الله تعالی ښه ذکاوت اوذهن هم ورکړی ؤ،خوجهادي مینه یې پرزده کړواوسبق ویلوغالبه اوزیاته وه؛داځکه چې سره له دې چې داسلامي امارت په جهادي صف کې دیوکس د ورګډېدلوپه شرائطوکې یوشرط ږیره لرل ؤ،خو ابودجانه جان به دې ته ډیرلیوال اوتلېورونی ؤ،چې پدغه لغړزنې حالت کې دجهادصف ته ورګډ او مجاهد سې، زموږ مور کۍ کیسه کوې چې ماته به یې پخپل مخ لاس تیرکړ او ویل به یې :مورې! کاش چې زرمي دا ږیره راسې،دغه دخداي – جل جلاله – دښمنانوته به دسړک په منځ کې له راکیټ سره درېږم او واربه ورباندې کوم، ابودجانه جان هم الله تعالی په دغوشجاعانه صفتونونازولی ؤ،له معسکره فارغ،دلا ئزرمسلکې،غیرتمن اوښه نښان ویشتو نکی ؤ، د لائزر سبقونه یې دوه ځله ویلې ؤ،د الله تعالی له دین، جهاد سره یې بي کچې مینه او اخلاص لرل مورکۍ کیسه کوي چې: یو وخت ډیرې شپې کورته رانغی بل وخت چې راغی نوله ډیرې پردیسې مي په قهرجنه لهجه ورته وویل:ولي راغلئ ته خوزمازوی نه یې دشریف زوی یئ، دَی راته په خنداسو واي مورې څنګه وکړم انقلاب ده.ترشهادت څومیاشتې مخکې راغی راته ویل یي: اغا ما دغنیمت یو څه روپۍ ساتلې دي موټرسائکل په اخلم؛ ځکه په جهاد کې چې له سړي سره خپل موټرسیکل نه وي، خیانت ځینې کیږي،ځکه کله ناکله سړی پخپل شخصي کارپسي ځي خو موټرسایکل د ګروپ ورسره وي،اوس وروڼه راته وایي چي: داروپۍ موږ ته راکړه موږ ستا د کوزدې د ولور پور په ادا کوو! نو ستاڅنګه خوښه ده زه خو دا روپۍ نه ورکوم! ماورته وویل: دا ستاخپلې روپۍ دي چې څنګه دي خوښه وي هغسي وکړه! دوی ته یي مه ورکوه!.

«زخمي کیدل» ابودجانه جان په ډیروتعرضې بریدونوکې ګډون کړی ؤ،چې څولوی اومشهوریې د قره باغ ولسوالي د«خونیانو» کلي او زیات شمیرپوستوپه فتح کې،په مقرولسوالۍ ،دغزني ولا یت په تاریخې لویه فتح کې اوپه قره باغ ولسوالي کې دمزدورې اردو دقرارګاه په فتح کې.د دې جهادي معرکو په دوام کې دوه ځلې ټپې سوی! یو ځل د مکتب په سیمه کې د غلیمانو په قطار«کاروان» باندې په بریدکې د پیکا په مرمۍ پر تندې سر سرې ټپې سو،او دوهم ځل بیا د هوان د مرمۍ په پرخچو«پارچو» په لینګې دوه ځایه په بسته کې لګیدلې و، چې بیرته جوړ سو په خدمت یې پیل وکړ.

«شهادت» ۱۴۴۰/تم سپوږمیزکال دروژې مبارکه میاشت وه، مورکۍ مي وايي: د روزي په شلمه ورځ مي مولوي محمد اکبرته وویل: زه به په اعتکاف کې نه کښینم؛ ځکه عتیق الله جان شهیدکیږي، نو که زه په اعتکاف کې یم د سرای انګړ ته به نسم راوتلاي! او چې دی شهید راوړې دا د کور زنانه به بیا بي صبري وکړي الله تعالی به ناراضه سي! هغه راته وویل: مورې ته بزرګه یئ چې عتیق الله جان شهید کیږي؟ ماورته ویل: نه زویه! بزرګه نه یم خو زه چې د عتیق الله جان کړو وړوته ګورم بس زړه او هډونه مي راته وایي: چې دا دزړه ټوټه ابو دجانه جان نور الله راڅخه اخلې او شهید کیږي.بس همداسي وسول ، د روزې اوویشتمه مبارکه شپه وه، سپوږمۍ مخ په رخصت وه، شپې خپل تور څادر غوړل،د اسمان ستورو ننداره کوله،د ځمکې پر مخ دوخت خالد«ابویوسف ادریس»او دعصربراءبن مالک«مولوي شریف» د یو ویشتمې پیړۍ دمسیلمةالکذاب پرزامنو دبرید تابیا نیوله،د دې پیړۍ دفرعون بي پیلوټه څاګروخونکارو الوتکودقره باغ پرفضاءغومبروهل؛ترڅوخپل بچوڼې دوخت دزلموټو اتلانوله بریده وژغوري بلخوا دیوکلي دمسجد مخې ته راټولوشویو سرسپارلوزلمو له یوبل سره په غیږکې نیول په مخه ښه او دشفاعت وعدې يې سره اخیستې،د وخت براء شریف:ویل ملګرو:ډیره مبارکه میاشت او مبارکه شپه ده،که څوک شهیدان سول بښنه به سره کوو،اوبختوربه پدغه شپه شهیدکیږې،دامها ل درې بجې وي،د دښمن دالوتکوغږخاموش سو، دوخت خالد ادریس«رحمه الله» په شریف غږکوي:همدادبریدښه فُرصت ده بسم الله کړه!شریف«رحمه الله» له هدایت سره سم قومنده کوي،داسلامي امارت دمرګ لېزرې فرشتې دمزدورانوپه «قرارګاه»ورنازلیږې او دسترګوپه رف کې یې له خاوروسره خاورې کوي، ګړۍ وروسته یوځل بیا د وخت خالد«ادریس» شریف ته هدایت کوي:چې مجاهدینوته د بیرته ستنیدو أمر وکړه؛هسې نه د دښمن طیارې راسي!شریف ملګروته دواپسې امرکوي.پدې وخت دوحشي غلیم الوتکې رارسیږې او دخپل عادت لمخې چې تل یې په مخامخ جګړه کې منډه خپلوله په بمبارپیل کوې او په ډیره بي دردې او وحشت سره دوخت سپه سالارسرشاره مجاهد مولوي صاحب شریف او یوشمیرملګري په شهادت رسوي؛چې د دې مظلومو شهیدانوپه قطارکې دخپلې مورکۍ د زړه ټوټه ملاعتیق الله «ابودجانه جان» هم له خپل امیراو ارمان سره وفاوکړه او د تکبیرپه ملکوتې چیغه د «۲۴»کالوپه عمر د شهادت دنګ منارته وخوت .نحسبهم کذالک والله حسیبهم.

«کرامت یې»: مشره خورمې له نن څخه یوه ورځ وړاندې د عتیق الله جان په باب راوغږوله؛ نو لومړی یې د ده «رحمه الله» کرامت راته بیان کړ پداسې حال کې چې له سترګو یې تړمې تړمې اوښکې توېې دلې، په پای کې یې راته وویل: وروره د عتیق الله جان غم د زغملو نده ډیر راباندې بوج ده چې کله تنها سم نو سترګوته مې ودریږې او ډیره بي تابه سم. خپل زوی شهیدملا نذیر احمدجان «خنجري» مي بلکل ور پورې هیرده.بس ماهم د اوښکوپه بدرګه څو د تسلیت کلمات ورته وړاندې کړل نور ………

د کرامت کیسه یې داسې راته وکړه: کله چې خبره سوم چې ابودجانه جان شهیدسوی ډیره ودر دېدلم خو لا هم ښه وم بیواکه سوې نه یم، له خپله زویه عثمانه مې پوښتنه وکړه: زویه نور څوک شهیدان سوې؟ شریف مولوي صاحب ژوندی ده؟،عثمان سم حال نه راته ویل بس د تسلې خبرې راته کولې وروسته مې ډیر په عذاب کړ.راته وې ویل: هو شریف مولوي صاحب او څه ملګري هم شهیدان سوې. بس له دې سره په ځان نه یم پوهیدلې، دوی موټر ته پورته کړې وم، شیرته یې د وروڼو کورته بیولم، په لاره کې مي موټر ته پام سو. د ابودجانه جان جسدمبارک په بل موټرکې ایښی ؤ،ما نارې کړې: ماورښکته کړئ! دا شهید که هرڅوک وي زه یې ګورم!شهیدان ټول زما وروڼه دي، که شریف مولويصاحب،یا بل طالب وي او که عتیق الله جان وي زه ورځم. طالبانو نارې راته وهلې ښه ده مورې لیږ صبر وکړه ورښکته کوودې! لنډه داچې ورښکته یې کړم هغه موټرته یې ور و خیزولم چې ابودجانه جان پکې ایښی ؤ، د ابودجانه جان چپ بغل«څنګ» ته کینستم. پر ټټر مې لاس ورتیرول کتل مي چې په کوم ځاي لګیدلی ده.د ابودجانه جان مخ د جنوب لورته ؤ، ښۍ سترګه یې رڼه «خلاصه» او چپه سترګه یې پټه وه. ښی لاس یې راپورته کړ زماپه لاس کې یې کیښودل، ماورته وویل ترلاس دې قربان سم که زه داسې خبره واي: چې ته لاس راکوي بیاخودې ښې بغل ته کښینستم. ترډیره ځایه یې لاس زما په لاس کې ایښی ؤ.وروسته یې لاس ښکته او ښۍ سترګه یې هم پټه کړه«تقبله الله تعالی بقبول حسن.»

«مدنې حالت» ابودجانه جان کوزده کړې وه خو واده مو لا نه و ورته کړی.مخکې مي وویل چې ابودجانه جان په ټولوکورونو ډیر ګران ؤ؛ځکه مو نو کوزده هم په هغه ځای کې ورته وکړه چې ده «تقبله الله» په خپله انتخاب کړی ؤ. خوسره له انتخابه تر میرمن او ټولو قریبانو د خدای ـ جل جلاله ـ دین ډیر ورته ګران ؤ ځکه یې ځان ترځارکړ.

«بي ضمیره سیکولرانوته پیغام» زه هغو بي ضمیرو بي وجدانوته وایم چې په مجاهدینو پسې خبري کوي چې دوی پیسې، وسلې او نورجنګي اساب له کومه کوي، او یا داچې د کوم هیواد یا شخص د په لمسون د هغوی د ګټو لپاره جنګیږي.:«چې: «قیاس کن زبوستان من بهارمرا» په الله قسم د ابودجانه جان ناوکۍ د ولور له نیستې او نه پیسو د پلار په کور کونډه سوه، تر واده یې دجهاد اسباب ورته ډیر أهم او ضرورې ښکاره کیدل. او دا تنها ابودجانه نده په الله قسم موږ تردې هم زیات مخلص مشران او مجاهدین په اسلامي امارت کې لرو چې الله ـ جل جلا له ـ د دوی د اخلاص په وجه د فتنو په دومره سخته زمانه کې د اسلامي امارت په نوم دغه بیړۍ سالمه دا ده د نجات او کامیابۍ تر درشله را ورسوله.زه داسې ډیرمجاهدین ملګري پیزنم چې زمی«ژمی» په ګاونډيو هیوادونوکې مزدور ې کوي،چای خرڅوي، ریړۍ «کراچۍ» ګرزوې یا روزانه کوي پسرلی «ووړی» بیا په هغو پیسو ځان ته موټرسایکل او نور جنګې اسباب اخلي جهاد په کوي، په همدغه اخلاص او رښتنولې کې یې د بریا او کامیابې راز نغښتی ده. داسې کم عقل او ناپوه به څوک وي چې پدغسې غربت او سختو حالا توکې ځان،مال، او هرڅه بیله کومي دنیوې ګټې د یو هیواد یا شخص لپاره قربان کړې،خو دوی بي دینان ځکه ندې ملامت چې له دینه بیګانه او ناخبره دي او آخرت ته عقیده نلرې.

«الحمدلله الذی بِنعمته تَتِم الصالحات»
په درنښت.
نیټه/۱۶/۷/۱۴۴۲هق

له مورچل مجلې څخه په مننې.

Related posts