مې 09, 2021

کاپیسا: تګاب کې د کابل ادارې ۸ اربکیان له مجاهدینو سره یو ځای شول

له مجاهدینو سره د یو ځای کېدو په لړ کې پرون د کاپیسا ولایت، تګاب ولسوالۍ کې د دعوت او ارشاد کمیسیون او ځایي مجاهدینو په ګډ زیار د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده د کابل ادارې ۸ اربکیان له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

۱: حزب الله ولد عطاءالله

۲: روشن آغا ولدمحمداجان

۳: سهراب ولد ګلستان

۴: فیصل عظیم ولد عبدالرؤف

۵: بریالی ولد روزی خان

۶: وسیع الله ولد سمیع الله

۷: ګردیز ولد سالم جان

۸: غزنی ولد انور

راغلو کسانو په تېرو کړنو پښېماني څرګنده کړې، د مجاهدینو لخوا په ورسره شوي چلند یې خوښي ښوولې او ژمنه یې کړې ده، چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ ډول فعالیت نه کوي.

مجاهدینو د دوی د راتلو هرکلی کړی او بیرته یې عادي ژوند ته ورګرزولي دي.

‏2021‏/4‏/11

Related posts