مې 09, 2021

غزنی: جغتو کې د دښمن پوسته فتحه، ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

غزنی: جغتو کې د دښمن پوسته فتحه، ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

د الفتح عملیاتو په دوام تېره شپه د غزني ولایت، په جغتو ولسوالۍ کې مجاهدینو د مزدور دښمن په پوستو برید ترسره کړ. دغه دښمن ځپونکی برید د اهنګرانو سیمه کې د دښمن په هغه پوسته ترسره شوی، چې پکې میشت ګوډاګیان له اوږدې مودې را په دېخوا د اولسي خلکو په ځورولو، له خلکو څخه په پیسو اخیستلو او نور جنایاتو کې ککړ ول. د یادو بریدونو په نتېجه کې پوسته په مکمل ډول فتحه شوې، مزدورو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د یوه پولیس جسد د جګړې په ډګر کې پاته دی.

همداراز د پوستې لوازم او ځیني نظامي توکي هم مجاهدینو ته په لاس ورغلي دي.

پاته دي نه وي چې د یادې پوستې په فتحه کېدو سره د قیاق درې زیاته برخه د مجاهدینو ترواک لاندې راغله.

‏2021‏/4‏/11

Related posts